عراق کې شیعه ملېشې د ''داعش'' پرتله ډېرې ستونزې زیږوي

مسرور بارزاني د انځور حقوق v
Image caption مسرور بارزاني له بي بي سي سره په مرکه کې د بغداد پر حکومت ټینګه نیوکه کړې، چې د ''ولسي حشر'' په نامه یې شیعه ملېشې ګومارلې دي، چې په دې سره د سني مېشت تکریت ښار جګړه کې د عراقي پوځ رول بیخي کم شوی دی.

د عراقي کردستان د استخباراتو مشر بي بي سي ته ویلي، د تکریت بېرته نیولو جګړه کې د شیعه ملېشو جنګېدل ددې لامل ګرځي، چې دغه ډلې د ''اسلامي دولت'' پرتله لا ډېرې ستونزې وزیږوي.

مسرور بارزاني ویلي، له شیعه ملېشو د عراقي حکومت د همکارۍ غوښتنه د داعش پرتله لویه ستونزه رامنځته کوي؛ ځکه چې په دې سره عراق کې د سني او شیعه ټولنو ترمنځ دوښمني یوځل بیا تازه کېږي.

نژدې ۲۰ زره شیعه ملېشې د درو زرو عراقي پوځيانو ترڅنګ له تکریت ښاره د ''اسلامي دولت'' د جنګیالیو د ایستلو جګړه کې برخه لري.

دا په عراق کې د ''اسلامي دولت'' پرضد تر ټولو لوی عملیات دي.

عراقي حکومت وايي، که چېرې تکریت ښار بېرته ونیسي، دا به د عراق کې د هغو ستراتیژیکو سیمو د بېرته نیولو لپاره لاره هواره کړي، چې دا مهال ''اسلامي دولت'' ډله پرې واکمنه ده.

''اسلامي دولت'' ډله د عراق د دویم لوی ښار موصل په ګډون ګڼې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې دي.

مسرور بارزاني له بي بي سي سره په مرکه کې د بغداد پر حکومت ټینګه نیوکه کړې، چې د ''ولسي حشر'' په نامه یې شیعه ملېشې ګومارلې دي، چې په دې سره د سني مېشت تکریت ښار جګړه کې د عراقي پوځ رول بیخي کم شوی دی.

بارزاني وايي ''دا د ''اسلامي دولت'' پرتله لویه ستونزه راټوکوي. موږ ټول باید وګورو چې دا ټوله جګړه د ''اسلامي دولت'' پرضد ده. موږ باید اوږه په اوږه ددغې ډلې پرضد وجنګېږو، خو که چېرې د توکمپالو او مذهبي ډلو ترمنځ غچ اخیستل پیل شي، نو هېڅوک به هم ددې ستونزې د مهارولو توان ونه لري''.

وړاندې د شیعه ملېشو قومندانانو د ''اسلامي دولت'' د ټول وژنو غچ اخیستو خبرداری ورکړی و، دوی ویلي وو چې غچ به یې له هغو سني قبیلو اخلي چې ددوی په ګومان له ''اسلامي دولت'' سره یې لاسونه یو کړي دي.

دوی ادعا کوي دغې ډلې وړاندې په تېر جولای کې له تکریت بهر سبایکر اډه کې لږترلږه ۷۰۰ پوځيان وژلي، چې ډېری یې شیعه ګان وو.

د تمویل پرسر لانجه

بل خوا، یوه جګپوړي کردي چارواکي د بغداد حکومت د کردانو په نه تمویولو تورن کړی، خو وايي چې پرځای یې شیعه ملېشو ته وسلې او پیسې ورکوي.

بارزاني وايي ''دوی موصل ته او انبار ته پیسې ورکوي، چې دواړه د ''اسلامي دولت'' تر کنټرول لاندې دي، ولې کردستان نه تمویلوي، چې ددوی ایتلافي ملګری هم دی؟ موږ د ګډ دښمن پرضد جنګېږو. نو ولې لازم ملاتړي نه لرو؟ ولې پیشمرګه نه تمویلېږي، حال دا چې شیعه ملېشې ته په ډېر درناوي پیسې ورکول کېږي؟''

د عراق حکومت د هېواد په شمال کې د تېلو پر سر د لانجې له کبله کردي مېشتو سیمو ته پیسې نه ورکوي.

بل خوا، بارزاني وايي، په سیمه کې د اوږدمهاله سیاسي حل لپاره باید د ټولو ډلو او پوړو ګټې خوندي شي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د تکریت جګړه کې تر ډېره شیعه ملېشې ډېر جنګیالي لري

دغه کردي چارواکي ویلي ''اسلامي دولت'' په هېواد او سیمه کې د ناسمو سیاستونو له کبله رامنځ ته شوه. له دغې ډلې وړاندې القاعده شبکه وه. اوس هلته ''اسلامي دولت'' ډله ده. سبا به بل څوک وي. په سیمه کې تاریخي جرړې لرونکې ستونزې دي''.

نوموړی زیاتوي ''باید د ټولو (سنیانو، شیعه ګانو او کردانو) لپاره ضمانتونه وي، چې راتلونکی به یې روښانه او خوندي وي. ټولې ډلې د یوه داسې هوسا ژوند هیله لري، چې په ګډه په خوشحاله فضا کې ژوند وکړي''.

ورته مطالب