ګوګل تر ۵ کلونو پخپله چلېدونکی موټر جوړوي

د انځور حقوق Google
Image caption پر ګوګل موټر څو ځلې آزموینې شوې، خو دودیز کنټرول توکي پکې نه شته.

د ګوګل شرکت موټر جوړونې برخې مشر کریس اورمسون ویلي، کارډله یې د ټکنالوژۍ په برخه کې د یوه داسې موټر په جوړولو بوخته ده، چې پخپله به چلېږي، او دغه موټر به تر پنځو کلونو پورې بازار ته د خرڅلاو لپاره راووځي.

اورمسون د (ټېډ) ټکنالوژۍ او ډیزاین په کنفرانس کې وویل، ۱۱ کلن مشر زوی به یې په راتلونکو څلورو کلونو کې ددغه موټر د چلولو آزموینه کې ګډون وکړي.

دی وايي "زما ډله په ټینګ هوډ سره په راتلونکي کې ددغې اړتیا پوره کولو لپاره ژمنتیا لري".

د موټر جوړونې ځینې شرکتونه د چلونې ځینې مرستیالې ځانګړتیاوې په موټر کې ځای پرځای کوي، لکه په تدریجي ډول د هوا نورمال ساتل.

د ګوګل موټر جوړېدو خبر په تېر دسمبر کې اعلان شوی و، چې په برېښنا به چلېږي، اشترنګ به نه لري، او له ګېرونو به هم بېغمه وي، خو اټکل دا دی، چې په ازمیښتي موټر کې ځینې نورې ځانګړتیاوې وراضافه شي، چې د یوې ستونزې رامنځ ته کېدو په وخت کې به ډرېور موټر چلوي.

ارومسون وايي، دا کار ځکه کوي، چې د ټکنالوژۍ په برخه کې مینه والو په ټینګار ورته ویلي، چې دغه موټر ژر جوړ کړي، خو وايي یاد موټر به تر ډېره د ترافیکي پېښو په کمښت کې مهم رول ولري:

د انځور حقوق AP
Image caption په ۲۰۱۳ کال، د ګوګل شرکت سلو کارکوونکو دغه موټر ازمایلی دی.
د انځور حقوق AP

"هر کال نژدې ۱،۲ میلیون خلک په ترافیکي پېښو کې مري، دغه شمېره هره ورځ د الوتکې د لوېدو د قربانیانو له شمېر سره یوشان ده".

د ګوګل بې ډرېوره موټر اوس تر ازمیښت لاندې دی، چې ویل کېږي، په یوه چارج تر ۷۰۰ زره میله ډېره لار وهلی شي.

په ۲۰۱۳ کال، د ګوګل شرکت سلو کارکوونکو دغه موټر ازمایلی دی.

د انځور حقوق bbc
د انځور حقوق Reuters

ورته مطالب