مخکینۍ تایلنډۍ مشره د ناغیړۍ په تور محاکمه کېږي

ینګلاک شیناواترا د انځور حقوق EPA
Image caption لوی څارنوالی په تېره فبرورۍ کې د آغلې ینګلاک پرضد جنیايي دعو راپورته کړه او هغه یې د "خپلو دندو پرمهال په ناغیړۍ" تورنه کړه.

د تایلنډ سترې محکمې د وریجو د بیو ملاتړ د پلان په تړاو د مخکینۍ لومړۍ وزیرې ینګلاک شیناواترا د محاکمې پرېکړه کړې ده. که چېرې نوموړې پړه وخېژي، شاید تر لسو کلونو زندان تېر کړي.

دا پرېکړه د تایلنډ په تاریخ کې د ینګلاک د محاکمې په برخه کې یو نوی ګام دی.

ینګلاک شیناواترا د تایلنډ د مخکیني ولسمشر تاکسین شیناواترا خور ده، چې په دې هېواد کې ددې کورنۍ واکمني اوس مخ پر ځوړ شوې ده.

دغه خور او ورور او ددوی خواخوږي ګوندونه د ۲۰۰۱ کال د تایلنډ په ټاکنو کې بریالي وو.

قاضي فیرافول تاونګسوان د بنکاک ستره محکمه کې وویل: "د قاضیانو جرګې پرېکړه وکړه چې دغه قضیه ددوی د صلاحیتونو اړوند ده، نو موږ په دې قضیه کې د غور کولو حق لرو، مرافعه محکمه به د راتلونکې مې پر ۱۹ وي".

لویې څارنوالۍ په تېره فبرورۍ کې د آغلې ینګلاک پرضد جنايي دعوا راپورته کړه او هغه یې د "خپلو دندو پرمهال په ناغیړۍ" تورنه کړه.

دوی وايي، ینګلاک د خپلې واکمنۍ پرمهال د وریجو د بیو په تړاو بې غوري کړې ده، او په هغو سیمو کې یې د وریجو د کروندګرو لپاره د وریجو بیې دوه برابره لوړې کړې، چې دا پکې ډېر ملاتړي لري.

د انځور حقوق AFP
Image caption د پنجشنبې په ورځ آغلې ینګلاک د محکمې غونډې ته حاضره نه شوه، خو د قانون له مخې د لومړۍ مرافعې د محکمې غونډې ته حاضره شي.

خو د وریجو په دغه اړوند پروګرام میلیاردونه ډالر ولګول شول، او په پای کې تایلنډ کې د ینګلاک د حکومت پرضد پراخ لاریونونه پیل شول، چې بالاخره په تېره مې کې پوځي کودتا وشوه.

د پنجشنبې په ورځ آغلې ینګلاک د محکمې غونډې ته حاضره نه شوه، خو د قانون له مخې د لومړۍ مرافعې د محکمې غونډې ته باید حاضره شي.