ګوډلک: "بوکو حرام" به یوه میاشت کې له منځه یوسو

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پوځ وايي، له بوکو حرام یې په وروستیو اونیو کې ځینې سیمې نیولې دي

د نایجریا ولسمشر ګوډلک جنتن ویلي، هیله لري، چې تر یوې میاشتې پخپله خاوره کې "بوکو حرام" اورپکې ډله له منځه یوسي.

نوموړي بي بي سي ته ویلي: "بوکو حرام ډله هره روځ کمزورې کېږي".

خو هغه منلې ده چې د نایجریا امنیتي ځواکونه د هېواد په شمال ختیځو سیمو کې د وسله والو پروړاندې د پام وړ چټک پرمختګ نه کوي.

د نایجریا پوځ ادعا کوي چې ګني په وروستیو کې یې پر وسله والو بریا ترلاسه کړې ده.

له ۲۰۱۲ کال راپدېخوا، د بوکو حرام اړوندو بریدونو او د تاوتریخوالي پېښو تر ۱۵ زره او ۵۰۰ ډېر انسانان وژلي دي.

"نجونې لاهم ژوندۍ دي"

جنتن پلازمېنه ابوجا کې د بي بي سي له خبریال ویل روس سره مرکه کې ویلي: "زه ډېر هیله من یم چې موږ به په یوه میاشت کې هغه سیمې بېرته ونیسو چې اوس د بوکو حرام تر کنټرول لاندې دي".

د نایجریا پوځ وړاندې ویلي وو، وسله وال اسو د هېواد په بوبي او اداماوا ولایتونو کې هېڅ کوم مهم مرکز نه لري، دغه دوه ولایتونه په شمال ختیځ کې تر ټولو ډېر ناامنه دي.

پوځ ژمنه کړې ده، چې ژر به بورنو ولایت هم ددغې ډلې له منګولو وژغوري.

د نایجریا ولسمشر واييو ګاونډیو هېوادونو هم د اسلامپالو اورپکو د شړلو او همکارۍ ټټر وهلی دی.

د انځور حقوق Getty
Image caption نایجریايي ولسمشر دا څرګندونې د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره له ټاکنو څو ورځې مخکې کړې دي.

دی وايي، ګومان کوي هغه ۲۱۹ نجونې به ژوندۍ وي چې تېر کال بوکو حرام له شیبوک ښاره تښتولې وې، خو چارواکي یې لټون ته دوام ورکوي.

دی وايي" موږ به دغه نجونې مومو".

نایجریايي ولسمشر دا څرګندونې د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره له ټاکنو څو ورځې مخکې کړې دي.

که څه هم د جنتن پروړاندې ټاکنیزې سیالۍ په زور کې ديو خو دی وايي، باوري دی چې دا ټاکنې به وګټي.

ورته مطالب