اوباما: ایران دې له "تاریخي" فرصته ګټه واخلي

د انځور حقوق v
Image caption اوباما ایراني چارواکو ته د پیغام ثبتولو په حال کې

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د نوي کال په پلمه په یوه وېډیويي پیغام کې د ایران خلکو او مشرانو ته ویلي، سږ کال "په وروستیو څو لسیزو کې د دواړو هېوادونو د توپيري راتلونکې په اړه ډېر فرصتونه رامنځ ته شوي".

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د نوي کال د مبارکۍ پیغام پای کې د حافظ یو بیت هم ووایه.

په وروستیو کلونو کې د امریکا ولسمشرانو د نوي کال پیلېدو په پلمه ځینې پیغامونه خپاره کړي، چې یوه اونۍ وړاندې د اوباما مېرمنې میشل اوباما هم په سپینه ماڼۍ کې د نوي کال په پلمه مېلمستیا چمتو کړې وه.

ښاغلي اوباما پخپل پیغام کې ویلي: "راتلونکې ورځې او اونۍ به حیاتي وي. زموږ خبرې به مخته ځي، خو اختلاف به هم وي. زموږ او په نورو هېوادونو کې داسې کسان شته چې ددغې موضوع له دیپلوماتیک حل سره مخالف دي".

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ایران او امریکا د بهرنیو چارو وزیران په پرله پسې توګه څلور ځلې مخامخ غږېدلي دي

ښاغلي اوباما دې ته په اشارې سره چې "د اتومي پروګرام په اړه هوکړه د یوه روښانه راتلونکي لپاره د وره د پرانیستو په معنا ده، وویل که چېرې د ایران مشران د زړه له کومي د معنا لرونکي ګام اخیستل غواړي، او نړۍ ته دا ډاډ ورکړي چې اتومي پروګرام یې یوازې د سوله ییزو موخو لپاره دی، دوه لارې په مخ کې لري:

  • "که چېرې له منطقي موافقې سره سره هوکړه ونه شي کړای، ایران به پخپل اوسني تګلوري کې پاتې شي. چې ایران به د نړۍ له لویې برخې ګوښه پاتې کېږي، ایراني کورنیو ته به لویې ستونزې جوړې کړي، ګڼ ایراني ځوانان به بې وزګاره پاتې شي او له هغو وړتیاوو ښودلو به محروم پاتې شي، چې دوی یې لري".
  • "بل خوا، که چېرې د ایران مشران له منطقي هوکړې سره موافقه وکړي، دغه موضوع کولی شي دوی ښه تګلوري ته سوق کړي: د ایران د خلکو لپاره غوره فرصتونه، سوداګري، او له نړۍ سره لا نور اړیکي، لانوره بهرنۍ پانګونه او د کار نور فرصتونه، چې د ایراني ځوانانو لپاره کلتوري راکړه ورکړه ډېره کړي، او نورو هېوادونو ته د ایراني محصلینو سفر ته ډېر فرصت پیدا کړي".
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption یو ایرانی کارکوونکی د تهران د تېلو چاڼ ځای ته څېرمه

د امریکا ولسمشر پخپل پیغام کې ایراني وګړو او مشرانو ته وویل: "په داسې حال کې چې د اوو سینونو پر دسترخوان راغونډېږئ، له تهرانه تر شیراز او تبریزه، د خزر له سمندر نه تر فارس خلیج تر څنډو پورې، هغه برکتونه چې تاسو لرئ، شکر وباسئ، او خپل راتلونکی پامې کې ونیسئ. سږ کال موږ ښه فرصت لرو چې په وروستیو څو لسیزو کې مو د ښه راتلونکي په اړه ښه فرصتونه ترلاسه کړي".

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ایران د بهرنیو چارو وزیر ظریف په ګرمو خبرو کې

د روانې میاشتې لومړیو کې د امریکا ۴۷ جمهوریت غوښتونکو سناتورانو ایراني مشرانو ته خبرداری ورکړی و، له تهران سره د اتومي پروګرام په اړه هر راز معامله به هغه مهال لغوه کېږي، چې اوباما له سپینې ماڼۍ ووځي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري او د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریفي په سویټزرلینډ کې په پرله پسې ډول د څلورم ځل لپاره وکتل.

د انځور حقوق AP
Image caption د اوباما مېرمنې میشل اوباما اونۍ وړاندې سپینه ماڼۍ کې د نوي کال په پلمه مېلمستیا جوړه کړې وه

د امریکا شپږ پیاوړي هېوادونه (امریکا، چین، روسیه، بریتانیا، جرمني او فرانسې) او ایران هڅه کوي د روان مارچ تر ۳۱ پورې یوې هوکړې ته ورسېږي.

ورته مطالب