پیټرایس:‌ ایران د عراق د ټیکاو لپاره تر ټولو لوی ګواښ دی

د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلي پیټرایس په ۲۰۱۲ کال د پایولا براډول په نامه له یوې ښځې سره له نامشروع اړیکو افشا کېدو وروسته د سي آی اې له مشرۍ استعفا وکړه

د امریکا د مرکزي استخباراتو (سي آی اې) مخکیني مشر ډېوېډ‌ پیټرایس وايي، د اوږدمهال لپاره ''اسلامي دولت'' د عراق د ثبات لپاره لوی ګواښ نه دی،‌ بلکې د ایران په ملاتړ شیعه ملېشې د عراق لپاره تر ټولو لوی سرخوږی دی.

دغه متقاعد جنرال،‌ چې له څو کلونو وروسته عراق ته سفر کړی،‌ له واشنګټن پوست ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي:‌ ''هغه څه چې په عراق کې تېرېږي،‌ د عراقي خلکو،‌ سیمې او ټولې نړۍ لپاره یو ناورین دی''.

جنرال پيټرایس په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو کې په عراق کې د امریکايي ځواکونو د ډېرولو د طرحې عملي کوونکی و، چې په دې هېواد کې یې لا نور توکمیز تاوتریخوالی ډېر کړ.‌

د سي آی اې دغه مخکینۍ مشر دا هم وايي، په عراق کې د امریکايي ځواکونو د شمېر په ډېرېدو سره هلته ترلاسه شوې لاسته راوړنې له ستونزو سره رامنځ ته شوې،‌ چې درې کاله پاتې شوې:‌''خو هغه څه چې وروسته پېښ شول، د ۲۰۰۱ کال وروستیو کې،‌ د ناسم کنټرول او مدیریت او تېروتنو له کبله ناوړه پایلې رامنځ ته شوې''.‌

ښاغلي پیټرایس په ۲۰۱۲ کال د پایولا براډول په نامه له یوې ښځې سره له نامشروع اړیکو افشا کېدو وروسته د سي آی اې له مشرۍ استعفا وکړه.‌

پر همدې مهال، نوموړي په عراق او افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر پاتې شوی او پوځ ته یې په دغه پوځي ماموریت کې سلامشورې ورکړې دي.‌

ښاغلي پیټرایس د داعش پروړاندې د عراقي او نړیوال ایتلاف د ځواکونو د پرمختګ په اړه وویل:‌ ''په حقیقت کې ''اسلامي دولت'' د عراق د ثبات لپاره په اوږدمهال کې لوی ګواښ نه دی،‌ بلکې بلکې هغه شیعه ملېشې لوی ګواښ دی، چې د ایران له خوا یې ملا تړل کېږي او آن ځینې یې د ایران تر مشرۍ لاندې کار کوي''.‌

د انځور حقوق Getty
Image caption جنرال پيټرایس په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو کې په عراق کې د امریکايي ځواکونو د ډېرولو د طرحې عملي کوونکی و

د امریکا د مرکزي استخباراتو دغه مخکیني مشر پخپلو خبرو کې د بغداد د سقوط‌ په مخنیوي کې د شیعه ملېشو رول مهم او ''خطرناک'' ګڼلی او د آیت الله علي سیستاني د فتوا صادرولو ته یې هم ارشاره کړې ده.‌

همداشان، ښاغلي پیټرایس زیاتوي، د داعش پروړاندې شیعه ملېشو د ولسي سنیانو پروړاندې جنایتونه کړي دي.

په عراق کې د امریکايي ځواکونو دغه مخکیني قومندان خبرداری ورکړی:‌ ''په اوږدمهال کې،‌ دغه شیعه ملېشې د ایران له ملاتړه برخمنې دي،‌ چې په دې هېواد کې د یوه قوي قدرت په بڼه راڅرګندېږي، داسې چې بغداد کې د مرکزي دولت له کنټروله بهر دي او پرځای یې د تهران فرمان ته چمتو دي''.

د ۲۰۱۱ کال په وروستیو کې له عراقه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر چارې د نیوکې ترڅنګ وویل،‌ دې ته ځینو داسې فکر کاوه چې ګني ''امریکا له ټول منځني ختيځه وځي او دغه انګیرنه ددې لامل شوه چې د سیمې بدلونونو ته د یوې بڼې په ورکولو کې د امریکا د ایتلافیانو د ستونزو په درشل کې د امریکا توان هم له ستونزو سره مخامخ شي''.

ورته مطالب