ایران او امریکې پر اټومي شخړې خوشبیني ښودلې

د انځور حقوق AP
Image caption د ایران ولسمشر د اټومې لانجې پر مسالې، د امریکې او ایران ترمنځ پر خبرو، په ډېرې محافظه کارۍ خبرې کوي.

د ايران ولسمشر حسن روحاني ويلي دي چې له امریکې او د نړۍ له نورو هېوادونو سره خبرې د تهران د اټومي پروگرام پر سر د شخړې په هوارولو کې مرسته کولى شي.

ښاغلي روحاني دا خبرې د ايران د اټومي پروگرام په اړه د ضرب الاجل له پاى ته رسېدو لس ورځې وړاندې کړي دي.

بله خوا د امريکې د بهرنېو چارو وزير جان کېري هم وویل چې پر اټومي پروګرام په خبرو کې رښتينى پرمختگ شوى دى، خو د ده په وینا یو څه واټن لا شته چې بايد لرې شي.

ښاغلي کېري وایي "دا بهیر له دوه نیمو کلونو یا څه باندې دوه نیمو کلونو راهیسې روان دی. موږ پوهېږو چې اوس باید بنسټیزې پرېکړې وشي. دا پرېکړې د وخت له تېریدو سره نه اسانېږي. اوس د مهمو پرېکړو وخت دی. موږ داسې یوه معامله غواړو چې نړۍ، د امریکا متحده ایالات او زموږ نژدې مُتحدین خوندي کړي او دا زموږ لپاره یوه آزموینه ده".

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ایران او امریکې تر منځ پر اټومي پروګرام له کلونو راهیسې خبرې اترې روانې دي.

د ولسمشر روحاني له خبرو داسې ښکاري چې دی د ایران د حکومت له خوا غوړه شوی سیاست کارنده او مُثبت بولي.

ښاغلی روحاني وايي "د نړۍ هېوادونه، لوی قوتونه په دې پوه شول چې ګواښونه او بندیزونه بې اغېزې دي، او سمه لاره د ایران ولس ته درناوی، مفاهمه او هوکړه ده. موږ د خپل ولس اټومي حقونه معلوم کړي او د بندیزونو سازمان مو مات کړی دی.زموږ ولس به د خپلو لوړو اهدافو په ترلاسه کولو کې بریالی وي".

ايران د اتومي پروگرام پر سر د ملگرو ملتونو د پنځو دايمي غړو او جرمني سره په خبرو لگيا دى .

دوى غواړي چې ايران وسلو کې د کارېدونکو اتومي موادو د توليد څخه منع چې په بدل کې به يې پر ايران

لگېدلي اقتصادي بنديزونه لرې کړي. دې بنديزونو د ايران اقتصاد ته لوى تاوان رسولى دى.