پنتاګون د "داعش انلاین ګواښ" په اړه څېړنه کوي

د انځور حقوق AFP
Image caption دغې ډلې د خپلو ملاتړو نه غوښتي دغه کسان چې نومونه یې خپاره شوي ووژني

د امریکا د دفاع وزارت وايي، د "اسلامي دولت" په نامه د داعش ډلې له خوا د هغه ګواښونکې پیغام په اړه څېړنه کوي چې د امریکا ۱۰۰ تنو نظامي ځواکونو په اړه خپور شوی.

داعش ډلې پورې اړوندې یوې ویب پاڼې د امریکايي ځواکونو د ۱۰۰ تنو نومونه او ادرسونه خپاره کړي او له خپلو ملاتړو څخه یې غوښتي چې هغوی ووژني.

دغې ډلې ویلي، چې د دغو ځواکونو په اړه یې معلومات د انټرنیټي هکولو او اطلاعاتي بانکونو کې د نفوذ له لارې تر لاسه کړي خو د پنتاګون چارواکي وايي، د دغو معلوماتو ډیری برخې په عمومي ویب پاڼو کې د لاسرسي وړ دي.

د امریکا یوه امنیتي چارواکي بي بي سي ته ویلي، د دغه لړلیک په خپریدو سره د اړوندو کسانو سره اړیکي نیولې او د هغوی د خوندیتوب او سلامتۍ په اړه یې ډاډ حاصل کړی.

دغې ډلې ویلي، د هغو کسانو نومونه یې خپاره کړي، چې د داعش پر وړاندې د امریکا په مشرۍ یې عملیاتو کې یې برخه درلوده.

دغې ډلې د خپلو ملاتړو نه غوښتي دغه کسان چې نومونه یې خپاره شوي ووژني او د خپلو اعمالو په سزایې ورسوي.

د امریکا د سمندري ځواکونو ویاند بي بي سي ته وویل، د دغو ځواکونو سره اړیکي نیول شوي او له دوی څخه یې غوښتي، چې په عمومي ویب پاڼو او انټرنیټ کې موقعیت موندلو او ادرسونو ته پام وکړي او په انټرنیټ کې خپل خصوصي معلومات پټ وساتي.

ورته مطالب