د درملنې په خاطر مور او پلار بنديان شوي

Image caption مور او پلار يې د سرطان د بيرته راګرځېدو له وېرې غوښتل پروټون تراپي ورکړي خو دا ډول درملنه په بريتانيا کې نشته

د پنځه کلن اشيا کېنګ مور او پلار وايي زوی يې اوس له سرطان ناروغۍ ښه شوی دی.

د اشيا کېنګ مور او پلار بريټ او نغيمې کېنګ د هسپانيا په پايتخت ماډرېډ کې په دې تور بندي وو چې خپل زوی يې د ډاکترانو له اجازې پرته د بريتانيا له سوتهمپټن له روغتون څخه د درمنلې لپاره ايستلی و.

دوی خپل زوی پراګ ته د دماغ د سرطان ناروغۍ د داسې درملنې لپاره بېولی و چې په بريتانيا کې نشته.

د اشيا کېنګ پلار سن ورځپاڼې ته ويلي زوس يې ښه شوی او په اوسنيو څېړنو کې د سرطان نښې نه ښکاري.

برېټ او نغيمې خپل زوی تېر اګست مياشت د سوتهمپټن له روغتون څخه د پروټون درملنې لپاره بېولی و او ويل يې د ډاکترانو له درملنې ناخوښ دی.

دوی خپل زوی هسپانې ته بيولی و چې بيا د بريتانيا د امنيتي ادارو په غوښتنه په ماډريډ کې ونيول شول او د ۲۴ ساعتونو بند وروسته بېرته خوشي شول.

اشيا د دماغ سرطان په ناروغۍ اخته و چې د بريتانيا په سوتهمټن روغتون کې کامياب عمليات شوي او سرطان يې ترې لېرې کړی و.

د عملياتو له کبله يې نه شوای کولای خبرې وکړي يا څه وخوري او وڅښي.

مور او پلار يې د سرطان د بيرته راګرځېدو له وېرې غوښتل پروټون تراپي ورکړي. دا ډول درملنه په بريتانيا کې نشته خو ناروغانو کولای شي نورو هېوادو ته ولاړ شي.

د پروتون درملنه کې د وړانګو په واسطه د سرطان حجرې له منځه وړي .

د سوتهمپټن روغتون ويلي وو په عادي توګه درمنلې کولای شوای مثبتې لاسته راوڼې لرلې وای او د پروټون درملنه به د عادي درمنله په پرتله کومه ګټه ونه لري.