د فرانسې په لومړي پړاو ټاکنو کې د سوسیالیستانو ماتې

د انځور حقوق AFP
Image caption ددغه هېواد سوسیال ګوندونه چې په ټاکنو کې په بریاليتوب ونه توانېدل،‌ د ښاروالیو او اروپايي ټولنې په ټاکنو کې هم بریالي نه شول

د لومړیو پایلو پر بنسټ د فرانسې سیمه ییزو ټاکنو کې د "یو ام پي" ګوند او ملاتړي یې بریالي ښکاري، د دغو ټاکنو په لومړي پړاو کې دغه ګوند ډیرې رایې تر لاسه کړې دي.

د اټکل له مخې، د ښي لاسي ګوند "ملي جبه" د ۲۵ سلنه رایو په تر لاسه کولو سره په دویم کتار کې راځي.

د فرانسې په سیمه ییزو ټاکنو کې د ښوونځیو، زده کړې او عمومي خدمتونو په څېر سیمه ییز موضوعات د رایې ورکوونکو لپاره اساسي مسایل وو.

د دغو پایلو پر بنسټ راتلونکې یکشنبې (د مارچ ۲۹) د "یو ام پي" او "ملي جبه" ګوندونو ترمنځ به د ټاکنو دویم پړاو ترسره شي.

په دودیز ډول سیال ګوندونه د ټاکنو په دویم پړاو کې د ښي اړخي ګوند د ماتې په خاطر او واک ته یې د رسېدو مخنیوي لپاره له یو بل سره یو ځای کېږي او له منځلاري ګوند ملاتړ کوي.

ددغه هېواد سوسیال ګوندونه چې په ټاکنو کې په بریاليتوب ونه توانېدل،‌ د ښاروالیو او اروپايي ټولنې په ټاکنو کې هم بریالي نه شول.‌

ورته مطالب