م. م یمن کې د سوریې د ناورین د تکرار خبرداری ورکړی

د انځور حقوق Reuters
Image caption یمن له پرله پسې ناخوالو او شخړو کړېږي، داسې چې القاعده شبکه او 'اسلامي دولت' ډله هلته پراخ حضور لري

یمن کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی جمال بن عمر وايي، په دې هېواد کې د عراق،‌ سوریې او لیبیا د ناورینونو راتلو نښې لیدل کېږي.

بن عمر په نیویارک کې د ملګرو ملتونو غونډې ته په وینا کې د ولسمشر عبد ربه منصور هادي ملاتړ اعلان کړی، چې نوموړی دا مهال د یمن له پلازمېنې صنعاء نه تښتېدلی دی.

هادي په تېره فبرورۍ کې د حوثي یاغیانو له پاڅونونو او وروسته له هغه چې پر ده یې کړۍ راتنګه کړه، له پلازمېنې ووت.

شیعه حوثیانو، چې د ایران ملاتړ هم ورسره دی، په وروستیو کې دیمن درېیم لوی ښار تعز ونیو.

بن عمر پخپلو خبرو کې له قطر نه په وېډیويي پیغام کې د سوله ییزو خبرو وړاندیز کړی،‌ خو خبرداری یې ورکړی، چې یمن د کورنۍ جګړې پر پاڼ ولاړ ښکاري، خو د سولې د خبرو لپاره د حوثیانو ګډون اړین دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا وړاندې پخپل یوه پرېکړه لیک کې د ولسمشر هادي بشپړ ملاتړ اعلان کړی و، چې نوموړی دا مهال په عدن ښار کې دی.

په تعز ښار کې خلک وروسته تر هغه د حوثیانو د نیواک ‌پرضد واټونو ته راووتل، چې د حوثیانو په ډزو یو لاریون کوونکی ووژل شو.

یمن له پرله پسې ناخوالو او شخړو کړېږي، داسې چې القاعده شبکه او 'اسلامي دولت' ډله هلته پراخ حضور لري.

د امریکا متحدو ایالتونو په تېره شنبې وویل،‌له یمن نه به د امنیتي وضعیت د کړکېچن کېدو له کبله خپل ځواکونه وباسي.

حوثیانو په تېره فبرورۍ کې د نوي حکومت د جوړېدو اعلان وکړ،‌ خو په سوېل کې مشرانو په رسمیت ونه پېژانده.

د تېرې یکشنبې په ورځ د حوثیانو مشر عبدالمالک الحوثي له دې هېواده د القاعدې او 'اسلامي دولت' د جنګیالیو شړلو ژمنه وکړه.

'اسلامي دولت' د تېرې جمعې په ورځ صنعاء کې د شیعه ګانو پر دوو جوماتونو د خونړیو بریدونو پړه پرغاړه واخیسته، چې لږترلږه ۱۳۷ کسان پکې ووژل شول.

حوثیانو په سیمه کې د دسیسو جوړوونکو د ملاتړ د پړې ګوته نېغ په نېغه قطر او سعودي عربستان ته ونیوله،‌ او هادي یې په یمن کې د بهرنیانو نانځکه او ګټندوی وباله.

ورته مطالب