یاهو خپلو کاروونکو ته ''یوځل کارېدونکی'' پاسورډ استوي

د انځور حقوق AP
Image caption نوره اړتیا نه شته، چې یاهو کاروونکي پاسورډ جوړ کړي یا خپل پاسورد یاد کړي

''یاهو '' شرکت هغو کسانو ته چې له یاهو وېبپاڼې ګټه اخلي علان کړی، چې له دې وروسته به د خپلې وېبپاڼې کاروونکو ته داسې یو غوراوی ورکړي، چې هر ځل خپل اکونټ (ګڼون) ته د ننه کېږي یو لنډمهاله پاسورډ به د پیغام له لارې ترلاسه کوي.

یاهو وايي، په دغې نوې طریقې سره، چې ''اسانه او خوندي '' ده هر ځل، چې یاهو کاروونکی وغواړي خپل برېښنالیک او یا د یاهو نورو خدماتو څخه کار واخلي، یو لنډ مهاله پاسورډ د دوی ګرځنده تیلیفون ته استول کېږي.

په دې اساس نوره اړتیا نه شته، چې یاهو کاروونکي پاسورډ جوړ کړي یا خپل پاسورد یاد کړي.

خو کار پوهان د یاهو دغه کار ښه نه ګڼي.

په ''ټریپ وایر'' شرکت کې ستراتیژي جوړوونکی ټیم ارلین وايي ''یاهو په دې کار سره انټرنېټي برید کوونکو ته کار لا اسانه کړی''.

''لنډمهالی پاسورډ کېدای شي د هر چا لاس ته ولوېږي، ګرځنده تیلفیونونه زیاتره غلا کېږي. پر دې سربېره داسې سافآویرونه هم شته چې پیغامونه کاپي کوي''.

کارپوهان وايي، دغه اسانه طریقه ده، خو د پاسورډ دوه پړاوونه ترسره کول چې یاهو غواړي خپلو کاروونکو ته یې وړاندې کړي، یو څه شاته والی ګڼل کېږي.

له دوه پړاویزه غوراویو په ګټې اخستلو سره، په پخواني ډول سره یو پاسورد ولري او ګرځنده تیلیفون ته یې هم یو لنډ مهاله پاسورډ‌ استول کېږي.

د لا ښه خونديتوب لپاره ځیني ټکي

یوه کلمه پاسورډ مه غوره کوئ

څو کلمې لررونکی ‎یا یو عبارت غوره کړئ

له شمېرو او نښو کار اخیستل ګټور دي

د هرې وېبپاڼې لپاره یو بېل پاسورډ وټاکئ، یو پاسورډ هر ځای مه کاروئ

ورته مطالب