مرستیال پیلوټ "غوښتل جرمن الوتکه له منځه یوسي"

Image caption د مرستیال پیلوټ اندریس لوبیتس د فیسبوک پاڼې انځور، چې ویل کېږي له خپلې دندې خوښ و.

چارواکي وايي په ظاهره داسې ښکاري، د جرمن الوتکې چې د فرانسې په الپ غورونو کې ولوېده، مرستیال پیلوټ، انډریس لوبیتس غوښتل "الوتکه ویجاړه کړي".

د فرانسې په مارسیلي ښار کې څارنوال برایس رابېن له تورې بکسې د لاسته راغلو مالوماتو پر بنسټ وویل د الوتکې په کبین کې مرستیال پیلوټ یوازې و.

هغه مهال چې پیلوټ له کبینه بهر و، مرستیال پیلوټ په لوی لاس الوتکه کوزه کړه.

ښاغلي رابېن وویل "په کبین کې پشپړه چوپتیا وه" او پیلوټ هڅه کوله بېرته ور دننه شي.

په ورته وخت کې، د لوفتانسا جرمن هوايي شرکت مشر کارسټن سفور وویل پیلوټ په پوره ډول روزل شوی و او "سل په سلو کې الوتنې ته چمتو و".

ښاغلي سفور زیاته کړه: "موږ هېڅ راز موندنې نه لرو چې وښيي مرستیال پیلوټ ولې دغه ناوړه عمل ترسره کړ".

نوموړي وویل د ښاغلي لوبیتس د روزنې بهیر شپږ کاله مخکې د لنډې مودې لپاره ځنډول شوی و خو کله چې "څرګنده شوه چې دی دندې لپاره وړ کس دی" نو روزنه یې بیا پیل شوه.

ښاغلي رابېن همدا راز وویل د هوايي چلند کنترولونکو څو ځلې هڅه وکړه چې له الوتکې سره اړیکه ټینګه کړي خو بریالي نه شول.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د الوتکې له لوېدو څو شېبې مخکې د مساپرو چیغې هم اورېدل شوې دي.

نوموړي زیاته کړه د الوتکې له لوېدو څو شېبې مخکې د مساپرو چیغې هم اورېدل شوې دي.

څارنوال وویل ۲۸ کلن لوبیتس د الوتکې د لوېدو تر شېبې ژوندی و.

دغه ایربس ۳۲۰ الوتکه د اسپانیې له بارسلونا ښاره د جرمني ډسلډورف ښار په لور روانه وه چې له یوه غر سره ولګېده او ټول ۱۴۴ سپرلۍ او د الوتکې ۶ کارکونکي په کې ووژل شول.

ښاغلي رابېن خبریالانو ته وویل: "موږ واورېدل چې پیلوټ خپل مرستیال پیلوټ ته وايي چې الوتکه کنترول کړي او په همدې وخت موږ د یوې څوکۍ د شاته تلو او د یوې دروازې د بندېدو غږونه هم اورو".

نوموړي وویل ښايي پیلوټ به تشناب ته تللی و.

"هغه مهال مرستیال پیلوټ الوتکه کنترولوله او د الوتکې د کوزولو تڼۍ یې فعاله کړې".

نوموړي زیاته کړه: "داسې باور دی چې مرستیال پیلوټ و نه غوښتل کبین کې پیلوټ ته د ننوتلو اجازه ورکړي."

هغه وویل زموږ د مالوماتو پر بنسټ مرستیال پیلوټ له سخت دریځۍ یا ترهګرۍ سره "هېڅ راز تړاو نه درلود".

خو هغه وویل تمه ده چې جرمن چارواکي د مرستیال پیلوټ د شخصي ژوند په اړه نور مالومات ورکړي.

ورته مطالب