د یمن کړکېچ: څوک له چا سره جنګېږي؟

د انځور حقوق BBC World Service

یمن په یو بېساري کړکېچ کې راګیر دی، سیال ځواکونه د هېواد د واکمنۍ ترلاسه کولو لپاره په جګړې بوخت دي.

په بېوزلي، خو له ستراتیژیک پلوه مهم هېواد یمن کې د واک پرسر سیالي د سیمې او د لوېدیځ د امنیت لپاره جدي پایلې لري.

ځینې جدي پوښتنې:

څوک له چا سره جنګېږي؟

په وروستیو میاشتو کې په یمن کې د یوشمېر بېلابېلو ډلو ترمنځ نښتې پیل شوي، د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وايي دغه نښته هېواد د کورنۍ جګړې پرلور بیايي.

اصلي جګړه د جمهوررییس عبد ربه منصور هادي او د ز‎یدي شیعه یاغیانو ترمنځ ده چې د حوثیانو په نامه هم یادېږي. په فبرورۍ کې هغوې جمهور رییس هادي له پایتخت صنعا‌ء څخه تېښتې ته مجبوره کړ.

د یمن امنیتي ځواکونه په دوه برخو وېشل شوي، ځینې يې د ښاغلي هادي ملاتړ کوي او ځینې نور يې د حوثیانو او د پخواني جمهور رییس عبدالله صالح ملاتړ کوي، چې تر اوسه له سیاسي پلوه با نفوذه دی. ښاغلی هادي د هیواد په جنوب کې چې زیاتره پکې سنیان دي هم ملاتړي لري، د ولسي مقاومت کمیټې په نامه یوه ملیشه يي ډله او سیمه ییز قبایلي خلک پکې شامل دي.

جمهور رییس هادي او حوثیان دواړه د القاعدې د سیمه ییزې ډلې، په عربي شبه جزیره کې القاعده، د مخالفت سره مخامخ دي. دغې ډلې د هیواد په جنوب او جنوب ختیځ کې له خپلو اډو څخه یوشمیر مرګوني بریدونه کړي.

د ۲۰۱۴ کال په وروستیو کې په یمن کې د (اسلامي دولت) اورپکې ډلې د ملګرو په راپیدا کېدو سره حالات نور هم پېچلي شول. (اسلامي دولت) ډله غواړي چې هلته د سني اسلام د خپل افراطي ډول په رامنځته کولو سره، سیمه ییزه القاعده تر خپل سیوري لاندې راولي او د هغې ځای ونیسي.

د ۲۰۱۵په مارچ کې، (اسلامي دولت) ډلې په صنعاء کې یولړ ځانمرګي بریدونه وکړل، پکې نژدې ۱۴۰کسه ووژل شول چې دا د یمن په تاریخ کې ترټولو مرګونی برید و.

کله چې یاغي ځواکونو د مارچ په وروستیو کې په عدن کې د جمهور ریس هادي پر اډې باندې برید ته ځان چمتو کړ، د سعودي عربستان ترمشرۍ لاندې یو ایتلاف د ښاغلي هادي د غوښتنې په ځواب کې مداخله وکړه او پرحوثیانو يې هوايي بریدونه پیل کړل. په دې ایتلاف کې د خلیج پنځه هېوادونه، اردن، مصر، مراکش، پاکستان او سودان شامل دي.

دا د نورې نړۍ لپاره څه اهمیت لري؟

د انځور حقوق BBC World Service

هغه څه چې په یمن کې پېښېږي، د سیمه ییز تاوتریخوالي د زیاتېدو سبب کېدای شي. د لوېدیځ د اندېښنې سبب هم کېدای شي، ځکه چې ددغې سیمې د بې ثباتۍ له امله لویدیځ ته خطرونه راپیدا کېدای شي.

د لویدیځو استخباراتي ادارو له نظره، په عربي شبه جزیره کې القاعده، د هغې د تخنیکي مهارتونو او نړیوال لاسرسي له امله، د القاعدې یوه ډیره خطرناکه څانګه ده. د امریکا متحدو ایالتونو د ډیرې مودې راهیسې، د جمهور رییس هادي په همکارۍ، په عربي شبه جزیره کې د القاعدې پرخلاف په یمن کې عملیات کړي دي، خو د جمهور رییس هادي په لیرې کېدو سره ښايي اوس دا عملیات له ستونزوسره مخامخ شي.

د حوثیانو او د انتخابي حکومت ترمنځ نښته، د شیعه ایران او د سني سعودي عربستان ترمنځ د واک د سیمه ییزې سیالۍ بوه برخه هم ګڼل کېږي.

د خلیج عربي هېوادونو پر ایران تور لګولی چې له مالي او پوځي پلوه د حوثیانو ملاتړ کوي، خو ایران دا تورونه رد کړي.

یمن له ستراتیژیک پلوه مهم دی، ځکه چې د باب المندب تنګي پرغاړه پروت دی، د اوبو یوه تنګه لاره چې سورسمندرګی د عدن د خلیج سره نښلوي، د نړۍ د تېلو ډیرې تجارتي بېړۍ له همدې لارې تېرېږي. مصر او سعودي عربستان وېرېږي چې که حوثیان واکمن شي، ددغې تنګې لارې آزاد تګ راتګ به له ګواښ سره مخامخ شي.

دا ټول حالات څنګه له کنټروله ووتل؟

د انځور حقوق BBC World Service

له څو میاشتو جګړو نه وروسته حوثیانو په رسمي توګه واک ترلاسه کړ. دغې ډلې پارلمان منحل کړ او د یوې نوې موقتي جرګې او د حمهوري ریاست د یوې پنځه کسیزې شورا پلانونه يې اعلان کړل، چې تر دوو کلونو پورې به حکومت کوي.

دغې اقدام هغه سیاسي تشه ډکه کړه چې په جنورۍ کې د صدر اعظم او کابینې د استعفا نه وروسته پیدا شوې وه. حوثیانو جمهور ریس هادي له واکه لیرې او په کور کې نظربند کړی و او نور لوړپوړي مامورین يې بندیان کړي و.

خو حوثیان د هیواد د شمال اقلیت شیعه ګان دي، او د جنوب سني او نورو مشرانو د هغوی اعلان نه دی منلی، لدې امله یمن له لانورو ګډوډیو خطرسره مخامخ دی.

جمهوررییس هادي چې د نړیوالې ټولنې له خوا د یمن د مشروع مشر په توګه پېژندل شوی دی، وکولای شول چې عدن ته وتښتي، او دا ښار يې د خپل موقتي پایتخت په توګه اعلان کړ.

حوثیان څوک دي؟

حوثیان د یوې یاغي ډلې چې د انصارالله په نامه یادېږي،غړي دي، چې د شیعه ګانو د زیدي فرقې پورې تړلي دي. زیدیان د هېواد د نفوس یو په دریمه برخه جوړوي. دغې فرقې تر ۱۹۶۲کاله پورې تقریباً ۱۰۰۰ کاله د یمن په شمال کې د امامت په نامه یو نظام درلود او واکمنې درلوده.

حوثیانو خپل نوم له حسین بدرالدین الحوثي نه اخیستی دی. هغه په ۲۰۰۴ کې د لومړي ځل لپاره ددغې ډلې د پاڅون مشري کوله اوغوښتل ېې چې د سعده په ولایت کې د هغوی لپاره پراخه خودمختارۍ یا کورواکي ترلاسه کړي. هدف يې دا و چې د زیدیانو مذهب او کلتوري دودونه، ددوی په فکر، د سني اسلامپالو د تېري له خطره، وساتي.

په ۲۰۰۴ کې د یمني پوځیانوله خوا د حسین بدرالدین الحوثي د وژل کېدو نه وروسته، د هغه د کورنۍ غړو د خپل قوم مشرتوب په غاړه واخیسته او پنځه نوربغاوتونه يې وکړل، ترهغو چې په ۲۰۱۰ کې له حکومت سره د یو اوربند تړون لاسلیک شو.

د انځور حقوق BBC World Service

په ۲۰۱۱ کې، حوثیانو د هغه وخت جمهور ریسس عبدالله صالح پرضد اعتراضونو کې برخه واخیسته او د واک له تشې نه په ګټې اخیستو يې د سعده او آرمان ولایتونو کې نورې سیمې هم ونیولې.

خو په پای کې هغوی د ملي خبرو اترو په کنفرانس کې ګډون وکړ، چې په پایله کې یې جمهور رییس هادي د ۲۰۰۴ په فبرورۍ کې اعلان وکړ چې یمن کې به د شپږو سیمو یوفدریشن جوړ شي.

خو حوثیانو ددې پلان سره مخالفت وکړ، او وې ویل چې دا پلان به دوی کمزوري کړي.

یمن ولې دومره بې ثباته دی؟

په وروستیو کلونو کې، په یمن کې د تاوتریخوالي نه ډکې نښتې شوي چې ترټولو سترعلتونه یې واکمنۍ او زېرمو ته د هیواد د بیلابیلو خلکو نا مساوي لاسرسی دی.

د هیواد په شمال کې د حوثیانو او د حکومتي ځواکونو ترمنځ شپږ ځلې جګړې وشوې، په جنوب کې د بیلتون پالنې له امله ناکرارۍ موجوه وه، په عربي شبه جزیره کې القاعدې په وار وار بریدونه وکړل، او د قبایلي او پوځي ډلو ترمنځ د واک پرسر مبارزه روانه ده.

د انځور حقوق BBC World Service

د شلمې پېړۍ په ډېره برخه کې، یمن کې دوه بیل هېوادونه و- په شمال کې د یمن عربي جمهوریت او په په جنوب کې د یمن د خلکو دیموکراتیک جمهوریت. په ۱۹۹۰ کې، دواړه هېوادونه یوځای شول او د یمن جمهوریت یې جوړ کړ. خو، د جنوب خلکو ډېر ژر شکایتونه پیل کړل او ویل یې چې د صنعاء حکومت، له سیاسي او اقتصادي پلوه دوی له پامه غورځولي دي. له دې امله هغوی په ۱۹۹۴کې کورنۍ جګړه پیل کړه او د هېواد د یووالي پرضد یې ناکامه هڅه وکړه.

بې ثباتي او د ډیرو خلکو بېځایه کېدل، کمزوری حکومت، د زېرمو کمښت او کمزورې زېربنا، ددې سبب شوه چې د منځني ختیځ ددغې ترټولو خوار هېواد د ودې او پرمختیا مخه بنده شي.

بې کارۍ او بې روزکارۍ، د خوراکي شیانو لوړې بیې او محدودو ټولنیزو خدمتونو له امله ۱۰ میلیونه یمنیان اوس د خوراکي شیانو د کمښت او لوږې له خطر سره مامخ دي.

ورته مطالب