د نایجیریا د ټاکنو موده تر یکشنبه وغځېده

Image caption چارواکي وایي چې په هغو سیمو کې چې د ټاکنو بهیر وځنډېده، خلک کولی شي د یکشنبه په ورځ هم رای ورکړي.

د ځینو بریدونو له کبله چې د نایجیریا د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال وشول، د دغه هېواد د ټاکنو چارواکو په ځینو سیمو کې د رای ورکونې بهیر تر یکشنبه وغځوه.

د امنیتي ستونزو تر څنګ، د رای ورکونې برېښنايي کارټونو هم ستونزه درلودله او د رای ورکونې بهیر يې له ستونزمن کړ.

د ټاکنو یوه چارواکي بي بي سي ته ویلي چې رایه ورکونه په ټولو سیمو کې نه ده ځنډېدلې خو بیا د اندېښنې وړ خبره ده.

د انځور حقوق AP
Image caption له امنیتي ګواښونو سره سره بیا هم ډېرو خلکو وکړای شول د رای ورکونې په مرګزونو کې خپلې رایې وکاروي.

د نایجیریا د ټاکنو په ترڅ کې، په پنځو بېلابېلو پېښو کې ۱۳ کسان وژل شوي خو دا څرګنده نه ده چې دا بریدونه دې د بوکو حرام جهادي ډلې کړې وي.

ولسمشر ګوډلک جانتهن چې پخپله بیا نوماند دی، خپله رایه وکاروله. د ده تر ټولو کلک رقیب پخوانی پوځي واکمن محمد بوهاري دی.

لسګونه میلیونه نایجریايانو د خپل هېواد په ولسمشریزو ټاکنو کې د برخې اخستلو لپاره د رای صندوقونو ته ولاړل.

۱۹۹۹کال کې نایجریا کې د پوځیانو واک پای ته ورسېد او دا له هغه راهیسې تر ټولو سختې سیالۍ بللې کېږي.

په دغو ټاکنو کې د نایجریا اوسنی ولسمشر ګوډلک جانتهن د پخواني پوځي واکمن محمد بوهاري لخوا له سختې ننګونې سره مخامخ دی.

دوی دواړه څلور کاله مخکې هم د ولسمشرۍ په ټاکنو کې سیالان وو.

د ۲۰۱۱ کال له ټاکنو وروسته د ګوډلک جانتهن او جنرال بوهاری ترمنځ له سیالیو وروسته اړودوړ کې ۸۰۰ کسان ووژل شول.

ښاغلي جانتهن له ټاکنو یوه ورځ مخکې له خلکو وغوښتل چې د ټاکنو پایلې ومني.

دواړو سیالان سلا شوي چې له ټاکنو وروسته به د تاوتریخوالي مخه نیسي.

د دغو ټاکنو تر سره کېدل د بوکو حرام ډلې له خوا د رامنځته شویو ناکراریو له کبله د ۶ اونیو لپاره ځنډېدلي وو.

بوکو حرام د نایجریا په شمال ختیځو برخو کې فعالیت کوي.

سره له دې چې د ټاکنو له ورځې وړاندې د امنیتي ګواښونو ډار ؤ، خو نایجریا کې د بي بي سي خبریال وايي، اوس د ټاکنو بهیر په کرارۍ پر مخ ځي.

د انځور حقوق bb
Image caption دغه هېواد له ۱۷۰ میلیونه ډېر نفوس لري چې د افریقا لوی نفوس لرونکی هېواد ګڼل کېږي

د نایجریا ځواکونو د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د ګووزه ښار یې چې د بوکو حرام ډلې مرکز بلل کېږي د دغې ډلې له کنتروله ایستلی دی.

د نایجریا چارواکو ویلي، ګووزه وروستی مهم ښار و چې د دغې ډلې په واک کې و.

د رپوټونو پر بنسټ دغه ښار د هغو ۲۰۰ تښتول شویو نجونو ساتن ځای و چې بوکو حرام ډلې یو کال مخکې د چیبوک له ښاره تښتولې وې او له ځان سره یې ساتلې.

داسې ښکاري چې د دغه ښار له ازادېدو مخکې دغه زده کوونکې نجونې یو بل ځای ته لېږدول شوې او اوس د هغوی د ساتلو ځای معلوم نه دی.

نایجریا د افریقا لوی اقتصاد درلودونکی هېواد دی چې په نړۍ کې د نفتو له لویو تولیدونکو هېوادونو ګڼل کېږي. دغه هېواد له ۱۷۰ میلیونه ډېر نفوس لري چې د افریقا لوی نفوس لرونکی هېواد ګڼل کېږي.

ورته مطالب