اُزبکستان کې ټاکنې خو نه بدلېدونکی ولسمشر

د انځور حقوق Getty AFP
Image caption د اُزبکستان اوسنی ولسمشر اسلام کریموف بیاهم ټاکنو ته نوماند دی.

د یکشنبه په ورځ، په ازبکستان کې ولسمشریزې ټاکنې کېدونکې دي.

په ازبکستان کې نوي نسل او آن له پوهنتون څخه فارغ شوو ځوانانو، له اسلام کریموف څخه پرته، نه بل ولسمشر لیدلی او نه یې هم په آسانه تصور کولی شي.

ولسمشر کریموف ۲۶ کاله کېږي چې د ازبکستان ولسمشر دی او په ولسمشریزو ټاکنو کې په پوره ډاډ ځان بیا بیا نوموي سږنیو ټاکنو کې یو شمېر نور نوماندان د اوسني ولسمشر او بیا هم ټاکنو ته د نوماند ښاغلي کریموف په وړاندې درېږي.

ښاغلی کریموف چې ۷۷ کلن دی، دوه نیمې لسیزې د ازبکستان ولسمشر پاتې شوی او په اوسنیو ټاکنو کې هم ګمان کېږي چې دی یې بیا هم وګټي.

دا چې د اُزبکستان خلک هم پوهېږي چې ټاکنې د هېواد ولسمشر او سیاسي بهیر نه بدلوي، نو د ټاکنو بیا رارسېدلو ته ډېر هیجان د خلکو په منځ کې نه لیدل کېږي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ولسمشر اسلام کریموف ۲۶ کلنې واکمنۍ، دی په اُزبکستان کې د ولسمشرۍ په یوه سمبول بدل کړی دی.

ولسمشرۍ ته نوماندان هم په هغې لیوالتیا او حرارت کمپاین نه کوي چې وښيي دوی بریالي کېدو ته په تمه دي.

د ښاغلي کریموف د کمپاین په غونډو کې، خلک په لویو تالارونو کې په پراخه کچه برخه اخلي او د هغه، د دوی په وینا د "پاچا" خبرو ته غوږ نیسي.

د کریموف په وړاندې ولسمشرۍ ته درې نور نوماندان، ناپېژندل شوي سیاستوال دي چې ولسمشر کریموف ته ګواښ نه شي ګڼل کېدای. د بشري حقونو یوه فعال عبدالرحمن تشانوف د بي بي سي خبریال ته ویلي چې ولسمشرۍ ته نور نوماندان یوازې د ډیموکراسۍ یوه صحنه جوړوي او بس. دوی رېښتیاني رقیبان نه دي او فقط خپل رول لوبوي.

آیا سیاسي بهیر په بدلېدو دی؟

دا ځل د ټاکنو د کمپاین پر مهال د یوه اسلامي عالم شیخ محمد صادق محمد یوسف په جنازې کې چې د ټاکنو د غونډو په پرتله، خلکو پکې څو برابره ډېر ګډون کړی ؤ، او د پلازمینې سړکونه پکې بند شول، دا پوښتنه را وټوکوله چې آیا د خلکو مینه له ښاغلي کریموف سره کمه شوې؟

دا په داسې حال کې ده چې په اُزبکستان کې د اسلامي بنسټپالنې په وړاندې دولت ډېر کلک غبرګون ښيي او په دې تور کله نا کله ډېر کسان بندیان کېږي.

Image caption له آزادۍ وروسته اُزبکان تر پخوا ډېر پر خپلو اسلامي ارزښتونو ځان پوهوي.

د سولې او جګړې د رپوټ ورکونې په انسټټیوټ کې، د مرکزي آسیا شنونکی جان مکلوید وايي، دا د سیاسي اسلام مساله نه ده، خلک پوه شوي او د ځان د راتلونکې په اړه فکر کوي. د ده په وینا خلک له سیاسي او عدلي سیسټم څخه ستړي شوي دي.

دی وايي " دا عجیبه ده چې د پخواني شوروي اتحاد په هېوادونو کې ځینې شیان ډیموکراټیک شوي نه دي. خو د دې لپاره چې وښیي پکې آزادي شته، ظاهراً خپلواکه محکمه او ګڼ شمېر سیاسي ګوندونه پکې شته، ښیي چې پارلمان او سیمه ییزې شوراوې د ټاکنو له لارې رامنځ ته کېږي. دوی فقط غواړي دولت ته مشروعیت وربخښي، او ووایي ګورئ موږ بېلابېلې سیاسې ډلې لرو، ټاکنې لرو، خو حقیقت داسې نه ده".

د اُزبکستان ډیموکراسي

د ولسمشرۍ ټاکنو ته ولاړ نوماندان، له اوسني دولت څخه کلکه نیوکه نه کوي، پر همدا اوسنۍ اقتصادي ودې د کار کولو هوډ ښيي، د اوسنیو پرمختیايي پروژو په لا ډېرې پراخونې ټینګار کوي او د ډیموکراسۍ پر خوراوۍ خبرې کوي.

د ښاغلي مکلوید په وینا، دولت ټاکنې یوازې د مشروعیت د تر لاسه کولو لپاره کوي.

دی وايي " دا تر یوې کچې نورې نړۍ ته د دې ښودل دي چې دا دی موږ ټاکنې کوو، او په ټاکنو کې خلک د خپلې خوښې کس ټاکي. بیا وروسته وايي ګورئ خلکو همدا سړی بیا وټاکه. نور خو د نظرونو د پوښتلو کومه لاره هم نشته، نو دا دولت ته د مشروعیت وربخښلو ښه لار ده ".

د دې ترڅنګ چې د اسلام کریموف پلویان ډېر دي، ویل کېږي چې دولتي ادارې هم د ښاغلي کریموف لپاره فعالانه کمپاین کوي. یوې رای ورکوونکې په تاشکند کې بي بي سي ته ویلي چې له ښاروالۍ یو کس راغی چې ښاغلي کریموف ته د رای ورکوونکو یو لست ورسره ؤ او د دې د پاسپورټ جزئیات يې ترې واخېستل.

په داسې حال کې چې ټاکنو ته لږ وخت پاتې دی، د عامو خلکو تر منځ د ښاغلي کریموف د روغتیا په هکله وروسته له هغه پوښتنې پیدا شوي چې دی د یوې مودې لپاره په رسنیو کې نه څرګندېده.

خو سیاسي شنونکي وايي چې اوسنی نظام او له هغه سره تړلي سوداګر د ښاغلي کریموف پر بقا او په قدرت کې پاتې کېدو پلویان دي، ځکه چې د ده په واکمنۍ کې یې ډېره ګټه کړې ده.

Image caption داچې ګمان کېږي ولسمشر کریموف به بیا وټاکل شي، ټاکنې یې کمرنګه کړې دي.

د رووان په پوهنتون کې د مرکزي آسیا د چارو کارپوه، ډاکټر لارنس مارکووېتز وايي چې په سیسټم کې اوسني سیاستوال، دولتي سرچینې په شخصي شتمنۍ بدلوي او مرکزي مشري د دوی ساتنه کوي، خو په بدل کې له دوی سیاسي ملاتړ غواړي.

د ډاکټر مارکووېتز په وینا که بل څوک واک ته ورسېږي، د قدرت لوی جوړښت او مُغلق اقتصادي وضعیت ته په کتو سره، نه شي کولي چې هېواد اداره کړي.

ډاکټر مارکووېتز اندېښنه څرګندوي او وايي دا مهمه نه ده چې د اسلام کریموف له ګوښه کېدو کې وروسته څوک ځواک ته رسېږي، مهمه دا ده چې څرنګه به وکړای شي ازبکستان اداره کړي.

ورته مطالب