عربي ټولنې د یوې ګډې پوځي قوې جوړولو هوکړه وکړه

د انځور حقوق AFP
Image caption د سعودي د بهرنیو چارو وزیر د روسی ولسمشر هغه دریځ غندلی، چې د عربي ټولنې سرمشریزه یې د ځان په زیان ګڼلې ده

د مصر شرم الشیخ ښار کې د عربي هېوادونو شپږویشتمې سرمشریزې پایله کې د عربي هېوادونو د یوې ګډې قوې د جوړولو هوکړه وشوه، او له حوثیانو یې وغوښتل چې له صنعاء ووځي او وسلې تسلیم کړي.

په پرېکړه لیک کې راغلي، عرب مشران باید د عربي هېوادونو د امنیت او ساتنې لپاره یوه ګډه قوه جوړه کړي.

د عربي ټولنې مشر نبیل العربي ویلي، په دې قوه کې ګډون کوونکي پوځي غړي اختیاري بڼه لري.

مصري ولسمشر عبدالفتاح السیسي د سرمشریزې په وروستۍ غونډه کې وویل "د غړو هېوادونو د وسله والو ځواکونو د مشرانو تر څارنې لاندې به یوه لوړپوړې قوه جوړېږي چې د جوړېدونکې قوې ټول اړخونه وڅېړي".

العربي دا هم ویلي، د سعودي په مشرۍ یمن کې د حوثیانو ضد عملیات به "خپل هدف ته تر رسېدو پورې دوام وکړي"، او له حوثیانو یې وغوښتل چې "له پلازمېنې صنعاء نه سم لاسي ووځي، حکومتي بنسټونه پرېږدي او خپلې وسلې قانوني چارواکو ته وسپاري".

په پرېکړه لیک کې د یمن پر ولسمشر عبد ربه منصور هادي په سعودي عربستان کې د یوې بېړنۍ ناستې جوړولو غږ شوی، چې د یمن ښکېلې غاړې پکې د خلیج د همکارۍ د شورا تر چتر لاندې ګډون وکړي.

پر روسیې برید

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین پر هغه دریځ نیوکه وکړه، چې د عربي هېوادونو سرمشریزې وروستۍ ورځ یې پیغام ولوستل شو او دغه سرمشریزه یې د خپل ځان په زیان وبلله.

پوتین پخپل پیغام کې ویلي وو: "روسیه چمتو ده چې د عربي هېوادونو له ټولنې سره خپل اړیکي قوي کړي"، خو د ده په ټکو د هغو ترهګرو جرمونو او اعمالو پرضد به ګام اخلي، چې د سیمې امنیت خرابوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د ګډې عربي پوځي قوې جوړېدو غوښتنه د مصر له خوا وشوه

خو سعودي وايي، روسیه د سوله ییز حل وړاندیز کوي، خو سوري نظام ته وسلې ورکوي، چې خپل ولس ووژني.

د عربي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د مصر په غوښتنې د یوې عربي قوې جوړېدو هوکړه وکړه.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د مصري چارواکو له قوله ویلي، په دې ګډه قوه کې به نژدې ۴۰ زره چاڼ شوي ځواکونه ځای پرځای کېږي، چې جنګي الوتکې، سمندري جنګي بېړۍ او سپک زغره وال ټانکونه به ولري.

شنونکو لیرې ګڼلې ده، چې ۲۲ عربي هېوادنه دې له دغه ځواک سره یوځای شي.

د انځور حقوق Reuters

ورته مطالب