د بي بي سي عمومي مشر په مرګ ګواښل شوی

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د بي بي سي عمومي مدیر ټوني هال

بریتانوي پولیس د بي بي سي عمومي مشر ټوني هال ته په مرګ د مشکوک ګواښ په اړه څېړنه کوي.

ښاغلي کلارکسن د موټرو مشهور پروګرام "ټاپ ګېر" پروګرام وړاندې کوونکی و، چې د یوې شخړې په ترڅ کې یې د پروګرام چمتو کوونکی وهلی دی.

"ده مېل آن سنډې" ورځپانه وايي، ښاغلی هال او د هغه مېرمن په آکسفورډشر کې هره ورځ د پولیسو تر ۲۴ ساعته ساتنې لاندې دي.

د بي بي سي ویاندې ویلي "موږ پر امنیتي مسائلو تبصره نه کوو".

د سکاټلنډ یارډ د پولیسو ویاند ویلي: "پولیسو په ویسټمنسټر کې د مرګ د ګواښ په اړه څېړنه کوي. د مارچ پر ۲۵ مه پولیسو ته د دغه ګواښ په اړه خبر ورکړل شوی. تر اوسه څېړنه روانه ده، خو څوک نه دي نیول شوي".

کورنی تحقیق

لارډ هال د بي بي سي د داخلي تحقیق پربنسټ د "ټاپ ګېر" پروګرام وړاندې کوونکی کلارکسن له دندې ګوښه کړ، ښاغلي کلارکسن د پروګرام له یوه چمتو کوونکي اویسن ټایمن سره د نارټ یورکشر په یوه هوټل کې لفظي شخړه کړې او بیا یې هغه وهلی ډبولی دی.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption کلارکسن له پېښې وروسته څو ځلې د برېښنالیک او لنډ تیلیفوني پیغام له لارې او مخامخ له ښاغلي ټایمن بښنه غوښتې ده.

"ده مېل" ورځپاڼه وايي، ښاغلي هال ته په هماغه ورځ په یوه برېښنالیک کې د وژلو ګواښ شوی. ورځپاڼې د هغه له کور نه بهر د امنیتي کسانو انځورونه هم خپاره کړي دي.

په وهلو کې د اویسن شونډه خوږ شوې خو کوم رسمي شکایت یې نه دی کړی، خو کلارکسن خپل مشران د پېښې په اړه خبر کړي، چې همدا کار د مارچ پر ۱۰ د هغه د دندې پای ته رسولو لامل شوی.

ویل کېږي، لفظي شخړه د ورځې په پای کې د پروګرام تر ثبتولو وروسته، د ګرمو خوړو د نه وړاندې کولو له کبله رامنځ ته شوې ده.

لارډ هال ویلي، دا پرېکړه یې په اسانۍ نه ده کړې، بلکې له دې کبله یې کړې ده، چې په وهلو کې "تر حد" پښې اړول شوې چې چوپه خوله پاتې کېدل پرې امکان نه لري.

د کلارکسن ګوښه کېدو د هغه څه باندې یو میلیون کتونکي مینه وال په غوسه کړي دي، او پر انټرنېټ یې بېرته دندې ته د هغه ستنېدل غوښتي.

د انځور حقوق BBC World Service

اغېزمن شوی ټایمن تر برید وروسته ډېر "خواشینی" شوی او له شونډې یې وینې روانې پاتې شوي دي.

کلارکسن له پېښې وروسته څو ځلې د برېښنالیک او لنډ تیلیفوني پیغام له لارې او مخامخ له ښاغلي ټایمن بښنه غوښتې ده.