ریاض کې پاکستانی پلاوی سعودي ته متوجه ګواښونه څېړي

خواجه آصف د انځور حقوق Getty
Image caption د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د تېرې جمعې په ورځ ویلي وو، هېواد یې تر اوسه د سعودي په مشرۍ ایتلاف کې د ګډون کولو پرېکړه نه ده کړې "نه غواړو چې په دې شخړه کې ځان ښکېل کړو، غواړو ځان په څنګ ترې وساتو".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي، دفاع وزیر خواجه آصف د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته په دوه ورځني سفر کې سعودي ته د ممکنه متوجه ګواښونو څېړنې لپاره تللی دی.

سعودي عربستان یمن کې د حوثي شیعه یاغیانو پرضد عملیاتو کې له ایتلاف سره له پاکستان نه د همکارۍ غوښتنه کړې وه، خو ویل کېږي چې پاکستان د سمندري ځواک همکارۍ ته ځان چمتو کړی دی.

وړاندې په یمن کې د پاکستان سفیر ویلي وو، چې له حدیده ولایت نه ۴۸۲ پاکستاني وګړي پاکستان ته د تګ لپاره چمتووالی نیسي.

په یمن کې شاوخوا درې زره پاکستانیان اوسېږي، چې په دې هېواد کې د پاکستاني سفیر ډاکټر عرفان شامي په وینا، له یمن نه د ۹۵ سلنه پاکستانیانو د وتلو چاره بشپړېدونکې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سلاکار اعزاز احمد چودري خبریالانو ته وویل، د سعودي عربستان پاچا سلمان به عبدالعزیز له پاکستاني لومړي وزیر نواز شرزف سره د تېرې جمعې په ورځ تیلیفوني خبرې کړي، او ښاغلي شریف د سعودي پاچا ته ویلي چې "د سعودي عربستان امنیت ته هر راز متوجه ګواښ د پاکستان اندېښنه ډېروي، او د سپېڅلې خاورې امنیت زموږ لپاره ډېر مهم دی".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د تېرې جمعې په ورځ ویلي وو، هېواد یې تر اوسه د سعودي په مشرۍ ایتلاف کې د ګډون کولو پرېکړه نه ده کړې "نه غواړو چې په دې شخړه کې ځان ښکېل کړو، غواړو ځان په څنګ ترې وساتو".

نوموړي ویلي، سعودي ته د پاکستاني پلاوي سفر د مصر شرم الشیخ له مشریزې ختمېدا پورې ځنډولی دی.

آصف ټینګار کړی و چې "که چېرې د سعودي عربستان ځمکنۍ بشپړتیا ته کوم ګواښ و، پاکستان به په هر قیمت د سعودي د خاورې دفاع کوي".

بل خوا، چودري ویلي د تېرې یکشنبې په ورځ به له یمن نه د نژدې درو زرو پاکستانیانو د ایستلو لپاره دوه بېړۍ وخوځېږي، چې په وینا یې پلازمېنه صنعاء کې شپږ سوه بند پاکستانیان یمن کې له پاکستاني سفیر سره په یوه کاروان کې الحدیده سوېلي ښار ته خوځېدلي دي.

د تېرې جمعې په ورځ پاکستاني لومړي وزیر اړوندو ادارو ته امر کړی و، چې له یمن نه پاکستاني وګړي هېواد ته ستانه کړي، ځکه چې په وینا یې هلته یې وګړي د تښتولو، وژلو او د نورو جرمونو له ګواښ سره مخامخېدونکي دي.

ورته مطالب