جرمن پیلوټ ځانوژنې ته د تمایل په تړاو تر درملنې لاندې و

Image caption د جرمني په ډسلډورف ښار کې چارواکو وویل څېړونکو تر اوسه په پېښه کې د ځانوژنې د پلان یا هوډ کومه نښه نه ده موندلې.

پلټونکي وايي د جرمن وینګز شرکت د لوېدلې الوتکې مرستیال پیلوټ اندریس لوبیتس یو مهال ځانوژنې ته د میلان په تړاو تر درملنې لاندې و.

پر ۲۷ کلن لوبیتس شک کېږي چې جرمن الوتکه یې په لوی لاس د فرانسې په الپ غرونو کې وغورځوله چې پایله کې یې ټولې ۱۵۰ سپرلۍ ووژل شوې.

د جرمني په ډسلډورف ښار کې چارواکو وویل څېړونکو تر اوسه په پېښه کې د ځانوژنې د پلان یا هوډ کومه نښه نه ده موندلې.

د ډسلډورف یوه څارنوال کریسټوف کمپا وویل له پیلوټۍ "څو کاله" مخکې لوبیتس "د یوه روحي ډاکټر تر درملنې لاندې و چې په څرګنده د ځانوژنې تمایل ستونزه وه".

خو نوموړي زیاته کړه: "هغه مهال او تر دې وروستیو، لوبیتس بیا بیا ډاکټر ته مراجعه وکړه خو د درملنې په بهیر کې د ځانوژنې تمایل یا نورو پر وړاندې د توند برخورد شواهد نه دي موندل شوي".

د درملنې مشخصې ورځې نه دي په ګوته شوي. لوبیتس له لوفتانسا هوايي شرکت سره په ۲۰۰۸ کال کې روزنه پیل کړه او په ۲۰۱۳ کال کې پیلوټ شو.

ښاغلي کمپا زیاته کړه: "تر اوسه هېڅ داسې شواهد نه شته چې وښيي لوبیتس د خپلو کړنو په اړه له مخکې څه ویلي یا لیکلي وي".

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ښاغلي لوبیتس د شخصي ژوند او مینې په اړه هم ډېرې اوازې شته.

نوموړي وویل: "موږ د هغه په اسنادو کې داسې څه نه دي موندلي، شخصي یا مسلکي چې موږ ته د هغه د پلان یا نیت په اړه مالومات راکړي".

ځینې رسنیو داسې راپورونه هم خپاره کړي چې لوبیتس د لید ستونزې درلودې خو ښاغلي کمپا وویل په دې اړه هېڅ راز شواهد نه شته.

د ښاغلي لوبیتس د شخصي ژوند او مینې په اړه هم ډېرې اوازې شته.

یو ناتاید شوی رپوټ وايي چې د هغه ملګرۍ حامله وه او یوې پخوانۍ ملګرې یې بیا ویلي چې لوبیتس هوډ څرګند کړی و چې یو یادګار کار به ترسره کوي.

دې د لوبیتس له خولې ویلي: "یوه ورځ به داسې کار وکړم چې ټول سیستم به بدل کړي او ټول به زما نو یاد ساتي".

ورته مطالب