د ایم کیو ایم ګوند صولت مېرزا اعدامول تر يوې مياشتې وځنډېدل

د انځور حقوق bbc
Image caption صولت مرزا د پاکستان له حکومت غوښتي وو چې د مرګ سزا يې د يو څه وخت لپاره وځنډوي

د بلوچستان په مچ زندان کې د اېم کيو اېم پخواني کارکوونکي صولت مېرزا اعدام تر ۳۰ اپرېل پورې ځنډول شوی دی.

د مچ زندان مشر اسحاق زهري د صولت مېرزا د اعدام سزا درول منلي دي.

بي بي سي سره په خبرو کې اسحاق زهري وويل چې د ۳۰ ورځو لپاره د مرګ سزا ځنډولو امر د زندان کارکوونکو ته رسېدلی دی.

تېره اوونۍ د پاکستان لومړي وزير نواز شريف د دغه هېواد له ولسمشر غوښتي وو چې د صولت مېرزا اعدام د يوې مياشتې لپاره وځنډوي.

صولت مېرزا د اېم کيو اېم پر ځينو مهمو کارکوونکو تورونه لګولي او د سياسي کسانو په وژلو يې تورن کړي وو.

نوموړي په يوه ويډيو کې ويلي چې "د ايم کيو ايم مشر الطاف حسين په وينا يې شاهد حامد وژلی. دی وايي په اېم کيو اېم کې چې څوک مشهور شي يا غواړي ښه کار وکړي، الطاف حسين يې وژني".

صولت مېرزا د پاکستان له حکومته غوښتي وو چې د مرګ سزا يې د يو څه وخت لپاره وځنډوي او دا چې دی غواړي د اېم کيو اېم کارکوونکو اصلي څېره دنيا ته وښيي.

ټاکل شوې وه د اېم کيو اېم پخواني کارکوونکي مېرزا د مارچ پر ۱۹ اعدام شي خو په يوه وېډيو کې يې پر الطاف حسين له سختو تورونو وروسته د مرګ سزا ودرول شوه.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير چوهدري نثار پارلمان ته ويلي وو چې د صولت مېرزا اعدام يې د هغه د ناروغۍ له کبله ځنډولی دی.