د بریتانیا یو پر لس ځوانان ښايي پر لوڅو فلمونو روږدي وي

Image caption د چایلډ لاین ټولنه وايي د ډېرو ماشومانو لپاره چې له دوی سره یې اړیکې نیولې، د لوڅو فلمونو لیدل "د ورځني ژوند برخه" ګرځېدلې.

بریتانیا کې د چایلډ لاین په نامه مرستندویه ټولنې له خوا ترسره شوې یوه سروې ښيي چې له ۱۲ نه تر ۱۳ کلونو پورې یو پر لس ځوانان پر لوڅو فلمونو او انځورونو (پورنوګرافۍ) روږدي دي.

څېړونکو موندلې چې په سروی کې ګډون کونکو ۷۰۰ ځوانانو له جملې څخه یو پر پنځه بربنډ یا پورنوګرافیک انځورونه لیدلي چې دوی ته یې ټکان ورکړی یا یې خپه کړي دي.

د چایلډ لاین مرستندویه ټولنې دا هم ویلي چې په سروې کې ګډون کونکو ۱۲ سلنه کسانو ویلي دوی په لوڅو فلمونو کې یا رول لوبولی یا یې هم دغه ډول یو فلم ثبت کړی دی.

دغه ټولنه وايي د ډېرو ماشومانو لپاره چې له دوی سره یې اړیکې نیولې، د لوڅو فلمونو لیدل "د ورځني ژوند برخه" ګرځېدلې.

د سروې د پایلو له څرګندېدو وروسته چایلډ لاین ټولنې په دې اړه د پوهاوي لوړولو په موخه یو کمپاین پیل کړی او هڅه یې دا ده چې ځوانانو ته د لوڅو فلمونو او انځورونو لیدلو د زیانونو په اړه مالومات ورکړي.

یو هلک چې له ۱۵ کلنو د کم عمر و، چایلډ لاین ته وویل چې هغه "تل لوڅ فلمونه لیدل. پیل کې مې فکر کاوه چې پر ما اغېز نه کوي خو په دې وروستیو کې مې د نجونو په اړه نظر بدل شوی او ځکه اوس اندېښمن یم".

"زه غواړم راتلونکې کې واده وکړم خو وېره مې دا ده چې که د نجونو په اړه همدا اوسنی نظر ولرم نو ښايي هېڅکله واده و نه شم کړای".

د چایلډ لاین ټولنې مشر پیټر لېور وویل مهمه ده چې د دې موضوع په اړه په ډاګه خبرې وشي.

"نږدې ټول ماشومان پورنوګرافۍ او لوڅو فلمونو ته لاسرسی لري. که د یوې ټولنې په توګه موږ پر دې موضوع له خبرو ډډه وکړو، نو هغه زرګونه ځوانان چې له دې امله اغېزمنېږي په خطر کې اچوو".

"ماشومان چې موږ سره اړیکې نیسي وايي لوڅ فلمونه لیدل یې خپه کوي، د خپل بدن د غړو په اړه شکونه پیدا کوي او داسې جنسي کړنو ته اړ کېږي چې دوی ورته ځانونه چمتو نه ګڼي".

د چایلډ لاین ټولنې بنسټ اېښودونکي ډېم ایستر وویل: "خورا مهمه ده چې له ځوانانو سره د جنسي اړیکو، مینې، درناوي او رضایت په اړه خبرې وکړو ځکه دوی باید د پورنوګرافۍ د خیالي نړۍ او حقیقي ژوند تر منځ توپیر وکړي".

ورته مطالب