لوېدیځ له ایران سره د اتومي پروګرام په اړه وروستۍ خبرې کوي

د انځور حقوق AFP
Image caption شپږ ستر هېوادونه پر ایران د بندیزونو غوښتونکي دي، چې ایران له اتومي وسلو جوړولو راوګرځوي.

د ایران د اټومي پروګرام پر سر برخلیک ټاکونکې خبرې وروستي پړاو ته رسېدلې دي، خو له شپږو سترو هېوادونو سره په سویټزرلنډ کې یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره هڅې روانې دي.

د امریکا، فرانسې، سویټزرلنډ، بریتانیا، روسیې او جرمني د بهرنیو چارو وزیران د سویټزرلنډ په لوزان ښار کې له ایراني پلاوي سره تر ۱۸ میاشتنیو هڅو وروسته بالاخره د وروستۍ هوکړې په تمه دي.

دوی د سې شنبې ورځې تر پایه د ایران د اتومي پروګرام پر سر باید یوې هوکړې ته ورسېږي، چې په مقابل کې به یې پر ایران نړیوال بندیزونه په تدریجي دول راکم شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د تېرې دوشنبې په ورځ وویل لاهم "ستونزې" شته، چې د خبرو مخه نیسي.

کیري له سي اېن اېن تلوېزیون سره په مرکه کې ویلي: "لاهم ځینې ستونزمن ټکي شته، چې موږ یې د حل لپاره هلې ځلې کوو، د شپې تر ناوخته به یوې پرېکړې ته د رسېدو لپاره پرې بحث وکړو".

شپږ ستر هېوادونه پر ایران د بندیزونو غوښتونکي دي، چې ایران له اتومي وسلو جوړولو راوګرځوي.

د انځور حقوق AP
Image caption رویټرز خبري اژانس ته یوه لوېديځ دیپلومات ویلي "تر هغو چې دې پوښتنو ته ځواب نه وي ویل شوی، هوکړه ناممکنه ده".
د انځور حقوق AFP
Image caption ظریف د شنبې په ورځ ویلي وو، د خبرو په لړ کې پرمختګ شته

خو ایران ټینګار کوي، چې اتومي فعالیتونه یې د سوله ییزو موخو لپاره دي، او له لوېدیځ غواړي چې پر تهران لګول شوي بندیزونه لیرې کړي.

که چېرې ایران د اتومي پروګرام له فعالیتونو راونه ګرځي، پر ایران به دغه بندیزونه لږترلږه تر یوې لسیزې پورې دوام وکړي.

په خبرو کې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشره فیدریکا موګریني هم برخه لري.

ایران وايي د اتومي وسلو جوړولو نیت نه لري، او یوې داسې هوکړې ته د رسېدو هیله لري، چې په لړ کې یې نړیوال بندیزونه پرې ودرېږي.

دواړه غاړې به د سې شنبې شپې تر ناوخته پر خبرو بوختې وي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر فیلیپ هامونډ لوزان ته تر رسېدا وروسته خبریالانو ته وویل: "موږ دلته ددې لپاره یو چې یوې هوکړې ته ورسېږو، خو باید دا هوکړه باید ایران د اتوم بم جوړولو له فعالیتونو راوګرځوي".

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په تېره شنبې وویل، په خبرو کې پرمختګ روان دی:

د انځور حقوق AFP
Image caption په خبرو کې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشره فیدریکا موګریني هم برخه لري.

"باور کوم موږ داسې ضروري پرمختګ کړی، چې وکړای شو ټولنې ستونزې حل کړو، او پر کاغذ لیکل شوې حل لارې په وروستۍ هوکړې کې عملي کړو".

یوه لوېدیځ دیپلومات په تېره دوشنبې خبریالانو ته وولی، درې لوی موضوعات لاهم ناګاره پاتې دي:

  • د بندیزونو موده: پر ایران به لږترلږه د لسو کلونو لپاره د اتومي فعالیتونو له کبله پرېکنده بندیزونه دوام وکړي، بیا به ایران د ټولو بندیزونو لیرې کولو هیله ولري. شپږ واړه ستر هېوادونه وايي، بندیزونه دې په راتلونکو پنځو کلونو کې په تدریجي ډول پورته شي.
  • د بندیزونو پورته کول: ایران هوکړې ته له رسېدا سره سم له ملګرو ملتونو غواړي پر تهران ندیزونه لیرې شي، خو شپږ هېوادونه وايي بندیزونه دې په تدریجي ډول لیرې شي، او ترڅنګ یې دې د اتوم ځواک اړوند ټکنالوژۍ پر وارداتو بندیزونه جاري وساتل شي.
  • نه پرځای کول: امریکا او ملګري یې غواړي که چېرې ایران له دې هوکړې سرغړونه وکړي، پر ایران بېرته بندیزونه ولګول شي، رپوټونه وايي، روسیې دا طرحه منلې ده، خو غواړي چې په امنیت شورا کې د ویټو د نقض حق ولري.
د انځور حقوق AP
Image caption ایرانی پلاوی هیله لري چې د خبرو چوکاټ کې پر تهران بندیزونه ختم شي

رویټرز خبري اژانس ته یوه لوېديځ دیپلومات ویلي "تر هغو چې دې پوښتنو ته ځواب نه وي ویل شوی، هوکړه ناممکنه ده".

دی وايي: "داسې انګیرنه ده که چېرې هوکړه وشي، او بېلابېل ټکي سره یوشان شي، بیا موږ ویلی شو چې هو یا نه".

ورته مطالب