د بښنې نړیوال سازمان د اعدام پر زیاتېدونکې سزا اندېښنه ښودلې

په مصر کې د تېرو دوو کلونو په درشل کې د ډله ییزو محاکمو پرمهال سلګونه کسان د مرګ په سزا محکوم شوي، چې زیاتره یې اسلامپالي او د اخوان المسلمین ګوند غړي دي. د انځور حقوق AP
Image caption په مصر کې د تېرو دوو کلونو په درشل کې د ډله ییزو محاکمو پرمهال سلګونه کسان د مرګ په سزا محکوم شوي، چې زیاتره یې اسلامپالي او د اخوان المسلمین ګوند غړي دي.

د بشري حقونو ډلې د بښنې نړیوال سازمان ویلي، په تېر ۲۰۱۴ کال کې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د اعدام سزاګانې په بې ساري ډول ډېرې شوې دي.

دغه سازمان پخپل کلني راپور کې ویلي، په ځینو هېوادونو کې د مرګ سزا د "ریښتیني یا نا ریښتیني" امنیتي ګواښ له منځه وړلو له کبله ترسره شوې ده.

په ۲۰۱۴ کې تر ۶۰۰ ډېر اعدامونه ترسره شوي، چې ویل کېږي، ډېره برخه یې په چین او نایجریا کې وه.

د "امنسټي انټرنېشنل" سازمان راپور وايي، په ۲۰۱۴ کې د ۶۰۷ اعدامونو پرتله په وړم ۲۰۱۳ کال کې د اعدام د سزا نژدې ۲۲٪ ډېره شوې وه، چې په دې شمېرې کې چین نه دی حساب شوی.

راپور وايي، یوازې چین کې د ټولې نړۍ د نورو اعدامونو پرتله ډېر کسان اعدام شوي، خو د اعدام ریښتینې شمېرې د چین حکومت پټې ساتلې دي.

په تېر ۲۰۱۴ کال کې د نړۍ د ۲۲ هېوادونو د اعدام پېښې ثبت شوې وې، چې په وړم کال کې هم په همدې هېوادونو کې د اعدام د سزاګانو په اړه راپور ورکړل شوی و.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، له چین پرته، په نوره نړۍ کې د ۲۰۱۴ کال په اوږدو کې د اعدام سزاګانې په لاندې ډول وې:

  • ایران په رسمي توګه ۲۸۹ اعدامونه اعلان کړل، خو لږترلږه ۴۵۴ اعدامونه د حکومت له لوري په ډاګه نه شول
  • سعودي عربستان لږترلږه ۹۰ اعدامونه ترسره کړل
  • په عراق کې اقلاً ۶۱ اعدامونه وشول
  • په امریکا کې د اعدامونو شمېر ۳۵ ته رسېدلی و

په مصر کې د تېرو دوو کلونو په درشل کې د ډله ییزو محاکمو پرمهال سلګونه کسان د مرګ په سزا محکوم شوي، چې زیاتره یې اسلامپالي او د اخوان المسلمین ګوند غړي دي.

پر دغو اعدامونو په نړیوالې کچې نیوکې وشوې او ملګرو ملتونو دغه اعدامونه "بې سابقې" ګڼلي وو.

د ۲۰۱۴ پرمهال نایجریا کې ۶۵۹ اعدامونه ثبت شوي، چې د وړم کال له ۵۰۰ اعدامونو یې کچه لوړه شوې ده.

پوځي محکمو د یاد کال په بېلابېلو محاکمو کې لسګونه پوځيان په اعدام محکوم کړل.

دغه کسان له "بوکو حرام" اسلامپالې ډلې سره په جګړه کې له پوځه د "بغاوت" په تور په اعدام محکوم شوي.

د روانې میاشتې لومړیو کې پاکستان د اعدام اوه کلن ځنډ ختم کړ او په تېر دسمبر کې یې پېښور کې پر پوځي ښوونځي له خونړي برید وروسته یوشمېر تورن بندیان اعدام کړل.

ورته مطالب