د نایجریا ولسمشریزې ټاکنې محمد بخاري وګټلې

Image caption محمد بخاري متقاعد جنرال دی، چې یوازې پنځو ولایتونو کې یې پر ګوډلک جنتن نژدې ۳ میلیون رایې ډېرې شوې دي.

د نایجریا ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړ مخکنی پوځي واکمن محمد بخاري پر اوسني ولسمشر ګوډلک جنتن بریالی شوی دی. ولسمشر جنتن خپله ماتې منلې ده او بخاري ته یې د بریا مبارکي ورکړې ده.

محمد بخاري متقاعد جنرال دی، چې یوازې پنځو ولایتونو کې یې پر ګوډلک جنتن نژدې ۳ میلیون رایې ډېرې شوې دي.

شنونکي وايي، ګرانه وه چې ولسمشر جنتن دې دا ټاکنې ګټلې وای.

د جنتن مخالف سیاستوال وړاندې په ولسمشریزو ټاکنو کې نه وو بریالی شوی.

نایجریا د افریقا په قاره کې تر ټولو ډېر نفوس لرونکی هېواد دی.

Image caption ولسمشر ګوډلک جنتن بخاري ته د بریا مبارکي ورکړې ده.

رویټرز خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه چارواکي له قوله ویلي، واشنګټن له نوي نایجریايي ولسمشر سره ګډې همکارۍ کولو ته چمتو دی.

سرچینه وايي "بخاري په ډېرو ټاکنیزو پړاوونو کې سوله ییز کمپاین وکړ، او هغه پایلې به یې هم منلې چې د درغلیو شک ورباندې کېده".

دغه امریکايي چارواکی وايي "د ټلوالې مشري په تېرو څو کلونو کې بخاري ته دا وړتیا ورکړه چې پر دیموکراسۍ ټینګ ودرېږي".

څارونکو په عام ډول د ټاکنو بهیر ستایلی دی، خو ځینې ادعاوې شته چې ټاکنو کې ټګي برګي، لاریونونه او شخړې شوې دي.

کله چې جنتن په تېرو ټاکنو کې پر بخاري بریالی شو، د لاریونونو پرمهال تر ۸۰۰ ډېر کسان ووژل شول.

Image caption د بخاري د ټاکنیز کمپاین ویاند ګاربا شیخو ویلي "موږ د بریا احساس کوو، ځکه زیاتره وګړي له موږ سره دي".

په بي بي سي کې د نایجریايي چارو شنونکی جماح صالح وايي، ایدو او دلتا هغه دوه ولایتونه دي، چې جنتن ته یې رایې ورکړې، خو د ټاکنو پایلې پکې لا نه دي اعلان شوې، د بخاري د بریا تصور ګرانه خبره هم ده.

بخاري په لاګوس او کانو ولایتونو کې د جنتن پرتله ډېرې رایې ګټلې دي.

د بخاري د ټاکنیز کمپاین ویاند ګاربا شیخو ویلي "موږ د بریا احساس کوو، ځکه زیاتره وګړي له موږ سره دي".

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption بخاري په لاګوس او کانو ولایتونو کې د جنتن پرتله ډېرې رایې ګټلې دي.

محمد بخاري

  • عمر: ۷۲ کاله
  • مذهب: مسلمان، د نایجریا د شمال اوسېدونکی
  • د مارچ ۲۸ ټاکنو کې ولسمشر وټاکل شو
  • له ۱۹۸۴ تر ۱۹۸۵ کال پورې پوځي واکمن و
  • په یوه کودتا کې بې واکه شو
  • د فساد پرضد و
  • د بوکو حرام اورپکې ډلې له یوه بریده روغ رمټ وتلی

ورته مطالب