م. م: له اورپکو ډلو سره تر ۲۵ زرو ډېر جنګیالي یوځای شوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption راپور وايي، تر ۲۰ زرو ډېر بهرني جنګیالي سوریې او عراق ته تللي

ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي، له بهرنیو هېوادونو عراق او سوریه کې د ''اسلامي دولت'' ډلې او القاعدې شبکې په څېر له سخت دریځو ډلو سره د یوځای شویو بهرنیو جنګیالیو شمېر تر ۲۵ زرو اوښتی دی. راپور وايي، له څه باندې ۱۰۰ هېوادونو جنګیالي له دغې ډلې سره یوځای شوي دي.

د ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویل شوي، عراق او سوریې ته د القاعدې شبکې او ''اسلامي دولت'' ډلې په څېر له سخت دریځو سره د یوځای کېدو په موخه له څه باندې ۱۰۰۰ بهرنیو هېوادونو تر ۲۵ زرو ډېر کسان تللي دي.

دغه راپور چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ''القاعده'' شبکې د فعالیتونو څارونکې جرګګۍ چمتو کړی، اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته یې یوه لمېسه (کاپي) رسېدلې ده، چې وايي ''د ۲۰۱۴ کال له نیمايي وروسته د روان ۲۰۱۵ کال تر مارچ میاشتې پورې د بهرنیو جنګیالیو کچه ۷۱ سلنې ته لوړه شوې ده''.

په راپور کې راغلي ''دغه ستونزه په تېرو درو کلونو کې زښته ډېره زیاته شوې ده، چې په لړ کې یې بهرني جنګیالي د جګړو سیمو ته په کمساري ډول لېږدېدلي دي''.

یاده جرګګۍ وايي ''د سخت دریځو جنګیالیو ټول ټال شمېر په پاموړ ډول له څو زرو کسانو څه باندې ۲۵ زرو کسانو ته رسېدلی دی''.

راپور وايي، تر ۲۰ زرو ډېر بهرني جنګیالي سوریې او عراق ته لېږدېډلي، چې اصلي هدف یې د ''اسلامي دولت'' او ''نصرت جبهې'' په څېر ډلو سره یوځای کېدل دي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې دا هم راغلي ، په سوریه او عراق کې د ''اسلامي دولت'' تر پوځي ځپل کېدا وروسته به په ګرده نړۍ کې د بهرنیو جنګیالیو د شمېر په کمېدو اغېز وکړي.

افغانستان

د خپاره شوي راپور پربنسټ، په افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو شمېر ۶۵۰۰ ته رسېدلی، خو په یمن، پاکستان، او لیبیا کې سلګونه بهرني جنګیالي جنګېږي او په سومالیا کې نژدې ۱۰۰ بهرني جنګیالي جګړه کوي.

راپور دې ته هم اشاره کړې ده، چې نن له څه باندې ۱۰۰ هېوادونو راځي، حال دا چې په تېره نوي یمه لسیزه کې له یوڅو محدودو هېوادونو بهرني جنګیالي نورو هېوادونو ته د جګړې لپاره تلل.

د انځور حقوق AFP
Image caption د ملګرو ملتونو د ''القاعدې'' د فعالیتونو څارونګې جرګګۍ وايي، اوسمهال دغه جنګیالي اوږدمهاله ګواښ پېښولی شي، آن په نړیواله کچه یې ګواښ پراخېدی شي، چې باید مخه یې ونیوله شي.

دغه نړیوال راپور کاږي، تر ډېره په بهرنیو جنګیالیو کې د تونس، مراکش، فرانسې او روسیې وګړي دي، له مالدیپ، فنلډ، ترینیداد او ټوباګو هم ګڼ جنګیالي خوځېدلي.

د ملګرو ملتونو د ''القاعدې'' د فعالیتونو څارونګې جرګګۍ وايي، اوسمهال دغه جنګیالي اوږدمهاله ګواښ پېښولی شي، آن په نړیواله کچه یې ګواښ پراخېدی شي، چې باید مخه یې ونیوله شي.

یادې جرګګۍ غوښتنه کړې ده، چې د سخت دریځۍ د مخنیوي لپاره دې فعاله تګلارې جوړې شي، د بهرنیو جنګیالیو د ګومارلو، سفر کولو او له جنګېدونکو ډلو سره د یوځای کېدو مخه دې هم ډپ شي.

ورته مطالب