"دغه هوکړه د باور پر بنسټ نه بلکې پر عملي تایید ولاړه ده"

د انځور حقوق AP
Image caption د امریکا ولسمشر بارک اوباما دا یو تاریخي پرمختګ بللی

د سویټزرلند په لوزین ښار کې له اوږدو خبرو اترو وروسته ایران او ۶ نړیوالو قدرتونو ترمنځ د ایران اتومي پروګرام په اړه د هوکړې پر اډانې سره پریکړې ته ورسېدل.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما دا یو تاریخي پرمختګ بللی او وايي، که چیرې دا هوکړه په عمل کې پلي شي نړۍ به خوندي وي بل خوا د اسراییلو لومړي وزیر ویلي، چې دغه هوکړه د دوی د هېواد د وجود لپاره ګواښونکې ده.

ایرانیان د دې هوکړې په اړه خوښي څرګندوي.

د دې هوکړې پر بنسټ به ایران خپل د یورانیمو د بډاینې په پروګرام کې د کموالي راوستو لپاره د سنټري فیوجز شمېر کې له دریو دوې برخې راوستو په اړه اصولاً هوکړه کړې.

ایران به همدا اوس خپل زیرمه شوي یورانیم ډېره برخه به له منځه یوسي او د دې بدل کې به پر ایران لګېدلي نړیوال اقتصادي بندیزونه ګام په ګام له منځه ځي.

په لوزین کې د اتو ورځو خبرو اترو وروسته ایران او اروپاي ټولنې هوکړې په اډانه سره سلا شول او د اتومي پروګرام هوکړې بشپړه بڼه به یې د جون تر ۳۰ چمتو شي.

د انځور حقوق AP
Image caption د دې هوکړې په بدل کې به پر ایران لګېدلي نړیوال اقتصادي بندیزونه ګام په ګام له منځه ځي

هوکړې نه وروسته د ایران وګړي واټونو ته ووتل او خوښي یې څرګنده کړه.

له هوکړې لږ وروسته د امریکا ولسمشر بارک اوباما په خپلو خبرو کې دا یوه تاریخي هوکړه وبلله او هر کلی یې وکړ وايي، چې دا هوکړه به په عمل کې څارل کېږي او که ایران سر غړونه وکړه نړۍ به پرې خبره وي.

اوباما زیاته کړه چې دغه هوکړه د باور پر بنسټ نه بلکې د غیرعادي تایید پر عمل ولاړه ده.

د امریکا ولسمشر وویل، د هوکړې پر تګلارې څو میاشتې بنسټیز او اصولي کار شوی او دا یو بنسټیزه پرېکړه لیک دی.

نوموړی وايي:"که نهايي پریکړه هم وشي موږ به د خپل ځان خوندیتوب لپاره یو لوی ګواښ په سوله ییزه توګه حل کړی وي".

د انځور حقوق
Image caption ایرانیان د دې هوکړې په اړه خوښي څرګندوي

ورته مطالب