امريکايي مځکه پېژندونکی په "چين کې له بنده خوشي شوی"

د نړيوال حقونو اداره وايي په چين کې د جاسوسۍ په تور بندي امريکايي مځکه پېژندونکی له بنده خوشي او امريکا ته ستون شو.

ډاکتر زوو فېنګ په ۲۰۰۷ کال کې د پټو معلوماتو په غلا تورن و چې په ۲۰۱۰ کال کې په اته کاله بند محکوم شو.

د انځور حقوق AP

په امريکا کې ډوي هوا بنسټ وايي ۵۰ کلن ډاکتر زوو له دوهم نمبر بنديخانې له هغه وروسته خوشي شو چې د ښو اخلاقو له امله يې ۱۰ مياشتې د بند په سزا کې کمی راغی.

تراوسه رسمي سرچينو د ښاغلي زوو خوشي کېدل نه دي تاييد کړي.

ډوي هوا بنسټ چې د بنديانو سره د ښې رويې په اړه کمپاين کوي وايي دا مځکه پېژندونګی، امريکا هوسټن ښار کې خپل کور ته رسېدلی دی.

دی په ۲۰۰۷ کال کې له هغه وروسته ونيول شو چې د تېلو شرکت ډېټابېس يې دهغه کارکوونکو ته خرڅاوه.

که چېرې د زوو خوشې کېدل تاييد شي نو له ده وروسته به په چين کې بل امريکايي بندي پاتې نه وي.