سپینه ماڼۍ: له ایران سره وروستۍ هوکړې ته پر رسېدو باوري یو

د انځور حقوق
Image caption امریکایان اوس پر دې اند دي چې ایران د اتومي پروګرام له هڅو راګرځېدلی شي

سپینې ماڼۍ د امریکايي ولسمشر بارک اوباما له قوله ویلي، هېواد یې باوري دی چې د راتلونکي جون تر میاشتې پورې به له ایران سره ددغه هېواد د اتومي پروګرام پرسر وروستۍ هوکړې ته ورسېږي.

د سپینې ماڼۍ ویاند ایریک شولټز ویلي، د تېرې پنجشنبې په ورځ د سترو هېوادونو او ایران ترمنځ له لومړنۍ هوکړې وروسته تمه دا ده چې د هوکړې د چوکاټ د ننه لا ډېر کار وشي.

امریکایان اوس پر دې اند دي چې ایران د اتومي پروګرام له هڅو راګرځېدلی شي.

شولټز زیاتوي، امریکا به داسې هوکړه لاسلیک نه کړي، چې د اسرائیلو د امنیت لپاره ګواښ وي.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو څو ځلې ویلي وو، له ایران سره هوکړه د اسرائیلو د امنیت لپاره یو ګواښ دی.

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما د کویت، بحرین، قطر او متحده عربي اماراتو له چارواکو سره تیلیفوني اړیکې نیولې او له ایران سره یې د شوې هوکړې په اړه جزییات شریک کړي دي.

د سپینې ماڼۍ ویاند وايي، اوباما د امریکا مشرانو جرګې له چارواکو سره د ایران ابتدايي هوکړې په تړاو معلومات څېړلي دي.

شولټز زیاتوي:"ډېر نور کار ته اړتیا ده، خو موږ باوري یو چې په نورور جزییاتو سره هوکړې ته رسېدلی شو".

د انځور حقوق AP
Image caption ایراینان د دغې هوکړې په اړه ډېر خوښ ښکاري

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي، تر هغو چې مقابل لوری دغې هوکې ته ژمن پاتې شي، هېواد به یې د شوې هوکړې پربنسټ پر خپلو ژمنو ولاړ وي. بل خوا، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر جان کېري سره په تیلیفوني خبرو کې ددغې پرېکړې هرکلی کړی، چې په وینا یې دا هوکړه د چین او امریکا ترمنځ اړیکي پیاوړې کولی شي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي:"چین او امریکا، چې د اتومي وسلو د نه خپراوي د لوی مسؤولیت ضمانت کوي، د خبرو پرمهال له یو بل سره ټینګې اړیکې لرلې".

چین له ایران سره هوکړه د ګردۍ نړۍ په ګټه بللې ده.

ورته مطالب