د یمن حالت په اړه د امنیت شوار غونډه

د انځور حقوق Getty
Image caption د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کونکې ویلیری آموس په یمن کې د ولسي وګړو د خوندیتوب او د مرګژوبلې د شمېر په لوړیدو اندېښنه څرګنده کړې وه

د شنبې په ورځ د امنیت شورا په غوڼده کې په یمن کې د سعودي عربستان مداخلې او د وژل شویو ولسي وګړو د شمېر د لوړيدو په تړاو د روسيې پر وړاندیز غور کېږي.

د اي ایف پي خبري اژانس رپوټ کې ویل شوي، چې روسیې د بشري خواږۍ پر بنسټ د موقت وخت لپاره په یمن کې د سعودي عربستان د هوايي بریدونو درولو غوښتنه کړې.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ۱۵غړي په یمن کې د ولسي وګړو وژل کېدو او د ناوړه امنیتي حالت په تړاو خبرې کوي.

مخکې له دې د امنیت شوار د مارچ په ۲۲مه د یمن د ولسمشر عبد الربه منصور هادي په غوښتنه غونډه را بللې وه چې پکې د ملګرو ملتونو استازي جمال بونیمور خبرداری ور کړی و، چې دغه هېواد هم لکه سوریه، عراق او لیبیا د یوه اوږد مهاله جګړې پر لور روان دی.

د مارچ په ۲۵ مه پر عدن ښار د یاغیانو له برید سره ولسمشر هادي سعودي عربستان ته وتښتېد. نوموړي سره د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح پلویان، حوثي یاغیان او القاعده پورې اړوند ډلې مخالفت کوي.

د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کونکې ویلیری آموس په یمن کې د ولسي وګړو د خوندیتوب او د مرګژوبلې د شمېر په لوړیدو اندېښنه څرګنده کړې وه.

ورته مطالب