د چيلي په سېلابونو کې د زيانونو او وژل شويو کسانو شمېر ډېر شوی

د انځور حقوق EPA
Image caption ويل کېږي دا په چيلي کې په تېرو ۸۰ کلونو کې تر ټول لوی سېلاب دی.

په چيلي کې د ژغورنې ټيم وايي د تېرې اوونۍ د سېلابونو له کبله د وژل شويو کسانو شمېر ډېر شوی او کېدای شي نور هم زيات شي.

د سېلابونو له کبله د ۱۰۱ ورکو شويو کسانو په اړه اندېښنې لا پسې په زياتېدو دي.

دا سېلابونه د چيلي په اټکما سيمه کې رامنځ ته شوي، ويل کېږي دا سيمه د چيلي يو له وچو صحراو څخه ده.

د چيلي ولسمشر مېشل باچلت د تېرې شنبې پر ورځ له سيمې کتنه وکړه او د نورو مرستو ژمنه يې هم وکړه.

د چيلي د بېړني خدمتونو مسوولين وايي د سېلابو له کبله نژدې ۲۷۰۰ کسان بې کوره شوي دي.

د سېلابونو له کبله په غټو او تيږو کې د لاردکه شويو کسانو د پيداکولو لپاره له بوي څکوونکو سپيو کار خيستل کېږي.

په تېرو ۸۰ کلنو کې دا تر ټولو لوی سېلاب دی چې نژدې ۳۰۰۰۰ کسانو ته يې زيان اړولی دی.

په چيلي کې د بي بي سي خبريال وايي، د مځکې مخ په غټو او تېږو پوښل شوی، سېلاب له غرونو ونې او بوټي راوړي. کېدای شي د سيمې بېرته جوړل په مياشتو وخت واخلي.

د انځور حقوق bbc
د انځور حقوق AFP
Image caption ويل کېږي چې د زيانونو او وژل شويو کسانو شمېر به نور هم ډېر شي