کینیا سومالیا کې د الشباب پر مرکزونو بمبارۍ کړې

Image caption پر ګریسا پوهنتون چې د سومالیا له پولې ۱۵۰ کیلومتره واټن لري، برید په کینیا کې د الشباب تر ټولو خونړی برید و.

د کینیا د پوځ یوه ویاند بي بي سي ته وویل د دغه هېواد جنګي الوتکو په ګاونډي سومالیا کې د الشباب اورپکې ډلې پر مرکزونو بمبارۍ کړې دي.

ویاند زیاته کړه جنګي الوتکو د ګېدو په سیمه کې دوه کمپونه په نښه کړي چې د الشباب ډلې کینیا ته د ننوتلو لپاره کارول.

دا د الشباب ډلې د بریدونو پر وړاندې د کینیا لومړی غبرګون دی. د دغې اورپکې ډلې له خوا د کینیا په ګریسا پوهنتون کې د تېرې اوونۍ په برید کې ۱۴۸ کسان وژل شوي وو.

د کینیا ولسمشر اوهورو کینیاتا هوډ څرګند کړی و چې دغه برید ته به "تر ټولو سخت" ځواب ورکړي.

د کینیا د پوځ ویاند ډېوېد اوبونیو بي بي سي ته وویل پوځ د یکشنبې په شپه په لرې پرته سیمه کې د هوايي بریدونو له لارې "ګواښونو" ته ځواب ویلی.

نوموړي وویل د الشباب دوه کمپونه ویجاړ کړای شوي دي.

پر ګریسا پوهنتون چې د سومالیا له پولې ۱۵۰ کیلومتره واټن لري، برید په کینیا کې د الشباب تر ټولو خونړی برید و.

Image caption د کینیا ولسمشر هوډ څرګند کړی و چې پر پوهنتون برید ته به "تر ټولو سخت" ځواب ورکړي.

القاعدې سره تړلې دغه ډله وايي چې کینیا سره په جګړه کې ښکېله ده او غوښتنه یې دا ده چې کینیا له سومالیا هغه ځواکونه وباسي چې دغه هېواد ته یې په ۲۰۱۱ کال کې د موګادیشو په سیمه کې له اورپکو سره د جګړې لپاره د کمزوري حکومت د ملاتړ لپاره لېږلي وو.

په ورته وخت کې د کینیا حکومت هغه تورونه رد کړي چې ګواکې امنیتي ځواکونو یې د پنجشنبې پر ورځ پر پوهنتون د برید پر مهال چټک غبرګون و نه شو ښودلی.

د ښاغلي کینیاتا ویاند منوا ایسپیسو بي بي سي ته وویل پوځ له برید یوازې څو دقیقې وروسته سیمې ته ورسېد او په لیلیه کې یې د ګڼو محصلینو ژوند وژغوره.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د کینیا په ګریسا پوهنتون کې د تېرې اوونۍ په برید کې ۱۴۸ کسان وژل شوي وو.

ځايي رسنیو راپور ورکړی و چې ځانګړي ځواکونه له پلازمېنې نېروبي نه د خپلې الوتنې د ځنډېدو له کبله څو ساعته وروسته پوهنتون ته ورسېدل.

برید ۱۵ ساعته دوام وموند او هغه مهال پای ته ورسېد چې پولیسو څلور واړه بریدګر ووژل.

د یوه وسله وال نوم عبدالرحیم عبدالهي ښودل شوی چې په ۲۰۱۳ کال کې د نیروبي پوهنتون د حقوقو له پوهنځي فارغ شوی و.

د سیمه یزو رسنیو له خولې ویل شوي چې د نوموړي پلار یو ځايي مشر دی او د خپل زوی د نادرکه کېدو راپور یې ورکړی و.

ورته مطالب