د هغه ترکاڼ کیسه، چې د هتلر وژلو ته یې اېښې وه

د انځور حقوق BBC World Service

روانه میاشت په جرمني کې د ګیورګ السر پر کیسې جوړ شوی نوی فلم نندارې ته وړاندې کېږي، هغه ترکاڼ (نجار) چې د هېواد سوېل کې د یوه کوچني کلي اوسېدونکی و، خو د دویمې نړیوالې جګړې په لومړیو ورځو کې یې د وخت د یوه دکتاتور اډولف هتلر د وژلو هڅه کړې وه.

د ۱۹۳۹ کال د نومبر اتمه وه – یعنې د جګړې پیلېدو دوه میاشتې شوې وې- هتلر د جرمني سوېلي مونیخ ښار په یوه شرابخانه کې کلنۍ وینا کوله. هلتر سټیژ ته پورته شو، چې په ۱۹۲۳ کال مونیخ کې د ده په مشرۍ د یوې ناکامې کودتا په یاد وینا وکړي.

هتلر کټ مټ هغه توري وکارول، چې په ۱۹۳۹ کال یې د خپلو نړیوالو دښمنانو د ملنډو لپاره له خولې راوتلي وو، او د پولنډي ځواکونو پرضد یې د لومړۍ نړیوالې جګړې په ورځو کې د جرمني ځواکونو د بریا کیسه کوله.

خو هغه موضوع چې نه هتلر او نه هم د نازي ګوند لوړپوړي چارواکي ورباندې خبر و، سټیژ ته څو ګامه نژدې د چاودېدونکو توکو ځای پرځای کول وو.

دغه ماین د السر له خوا تر څو اونیو هڅو وروسته ځای پرځای کړل شوی و، خو په ټېر مهارت یې ټینګ اېښی و، یو کال وړاندې السر د هلتر د وژلو پلان پیل کړی و. السر به دې اند و، تر هغو چې هتر د هېواد مشر وي، "په جګړه کې هېڅ ګټه نه شته".

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption السر ماین ځای پرځای کوي (د نوي فلم یوه صحنه)

هلتر سټیژ ته د کلنۍ وینا لپاره پورته کېږي، خو دا ځل له ټاکل شوي وخت وړاندې له سټيژ کوزېږي او د کنفرانس له تالاره وځي، او په بیړه پلازمېنې برلین ته د پوځي قومندانانو د غونډې لپاره ستنېږي.

د هلتر له ستنېدا ۱۳ دقیقې وروسته بم چووي، ۸ کسان وژل کېږي او ډېره ویجاړي پېښوي، د تالار چت پر هغه ځای رالوېږي، چې هتلر پکې څو دقیقې مخکې خپلو پلویانو ته وینا کوله.

همدغه ۱۳ حساسې دقیقې د السر په اړه د فلم نوم ټاکل شوی. فلم د اولیفر هیرشیګل له خوا جوړ شوی. نوموړي په ۲۰۰۴ کال د (سقوط) او په ۲۰۱۳ کال د (ډیانا) په نومونو هم فلمونه جوړ کړي.

هلتر ژغورل کېږي، او د پنځو نورو کلونو لپاره د جرمني مشري کوي او هېواد له داسې یوې جګړې ژغوري، چې د ګردې اروپا او اسیا د ویجاړۍ لامل شوه.

د هتلر د واکمنۍ پرمهال د نازي ګوند (فولکیشر بیوباختر) په نامه مجلې دغه داستان د "مشر د خلاصون معجزه" ګڼلې ده.

که څه هم د نازیانو نظام له هتلر او نورو مشرانو پرته هم دوام کوي، خو تاریخپوهان وايي، په ۱۹۳۹ کال د هغه وژل کېدو د جګړې لمن اوږده کړه او د "یهودانو د ټول وژنې" لامل شوه، چې د میلیونونو کسانو ژوند یې واخیست.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption چاودنې سالون ته سخت زیان اړولی و

خو د ګیورګ السر په نامه ددغه ترکاڼ په ذهن کې د هتلر د وژلو لپاره ولې دا فکر پیدا شو؟

جستابو (پټو پولیسو) دې پوښتنې ته د ځواب موندلو هڅې کړې، داسې چې السر د هتلر د وژلو له هڅې لږ وخت وروسته سویس ته د تېښتې د هڅې پروخت ونیو او په جیبونو کې یې داسې اسناد وموندل، چې د هغه د ملامتیا لپاره بس و.

د تېرې پېړۍ شپېتمه لسیزه کې هغه په ګڼو اوږدو استجوابیه ناستو کې ګډون وکړ، او د جستابو وکیلانو ته یې د خپل پلان جزییات ورکړل.

السر د جرمني په سوېل کې سوابیا سیمې ته نژدې د وسلو د تولید په یوه شرکت کې د وسلو او چاودېدونکو توکو جوړولو په اړه کافي تجربه لرله.

بیا یې د مونیخ په بیرګربراوهاوس کې دنده ومونده، ان تر دې چې د ویناوو اړوند سالون کې یې د هتلر د کلنۍ وینا لپاره چاودېدونکي توکي ځای پرځای کړل. السر له وخت نه په ګټې اخیستو ترکاڼي او پښګري زده کړه، چې په مټ یې بم په مهارت سره ځای پرځای کړي.

نوموړی له څه باندې ۳۰ شپې د ویناوو سالون ته ناوخته راتله، خو کله به چې د سالون ورونه بند شول، دی به تری تم شو، او کرۍ شپه به یې سټيژ ته نژدې کار کاوه، چې د بم اېښودو لپاره په مهارت ځای جوړ کړي.

السر جستابو ته ویلي "دا چې په سالون کې کوچنی غږ هم انګازه کوي، د خپل کار لپاره به مې هغه وخت غوره باله، چې د اوبو له نلونو به اوبه راوتلې او ټیک لس دقیقې به مې دا نلونه پرانیستي پرېښودل".

لیکوال روجر مورهاوس (د هتلر وژنه) کتاب د السر د هڅې په اړه لیکي "هغه به تل آرام او بې غږه وه".

خو جستابو بیا منلې وه، چې السر د بریتانیا د استخباراتو په څېر د کومې بهرنۍ ډلې یا سازمان غړیتوب لري.

تر جګړې وروسته هم، څو لسیزې وروسته، داسې انګیرل کېږي چې السر د یوه لوی پلان برخه و، خو، د هتلر د ژوندلیک لیکوال ایان کیرشو چې لیکي "حقیقت تر دې هم ډېر پېچلی و، خو ډېر پاروونکی و".

د انځور حقوق BBC World Service
د انځور حقوق BBC World Service

کیرشو وايي "السر یو عادي جرمنی وګړی و، چې د هېچا له مرستې پرته یې خپل کار مخته وړه".

که څه هم هغه د لنډ وخت لپاره له کمونیستي ډلې سره یوځای شوی، خو په ښکاره یې د سیاسي لېوالتیا کومه نښه نه لیدل کېږي.

وروسته تر هغه چې نازیان واک ته ورسېدل، السر یې پر خلاف فعالیت پیل کړ.

د تېرې پېړۍ دېرشمې لسیزې وروستیو کې، کله چې نازیانو اتریش او د چکسلواکیا ځینې برخې ونیوې او له جرمني سره یې ونښلولې، د السر اندېښنه یو پر دوه شوه چې ګني هتلر ارومرو د جګړې هوډ لري.

دی پوهېده چې په لاس ځای پرځای شوی بم به یې ډېر انسانان ووژني، خو ویل به یې: "په دې کار سره غواړم د ډېرو وینو تویېدو مخه ونیسم".

لکه څرنګه چې د هتلر د واکمنۍ پرمهال مجرمین ژر اعدامېدل، خو السر ژر اعدام نه شو، بلکې زندان کې وساتل شو او په ۱۹۴۵ کال چې د دویمې نړیوالې جګړې ختمېدو وخت راورسېد، اعدام شو.

د السر کلیوالو د څو لسیزو لپاره دده کورنۍ له سیمې وشړله.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption هتلر له چاودنې ۱۳ دقیقې مخکې له سالون ووت

د السر د ژوندلیک لیکلو کې ګډون کوونکی او برلین کې د جرمني مقاومت د یادښتونو راټولوونکي مرکز مشر یوهانس توشل وايي "السر به ټولو هغو کسانو ته د خاین په سترګه کتل چې د نازیانو مقاومت کوي، نه یوازې د نازیانو د واکمنۍ پرمهال، بلکې تر جګړې وروسته یې هم دا فکر و. په داسې حال کې چې یو ټیټ پوړی سړی، چې نه لوړه سیاسي رتبه ولري او نه هم پوځي کې قومندان وي‎، د هلتر د وژلو هڅه کوي، د جرمني ټوله ټولنه به څه سوچ کوي؟ جرمنیانو باید یوڅه کړي وای، خو هېڅ یې ونه کړل".

تېر کال د جرمني صدر اعظمې انګیلا میرکل ومنله چې السر د نازیانو پرضد د مقاومت یو اتل و، او هغه یې "په یوازې سر مبارز او د جګړې نه غوښتونکی اتل" وباله.

خو توشل وايي، غواړي جرمنیانو ته السر په یوه نوي فلم کې معرفي کړي، نه دا چې د سوېل یو نجار یو لوی قومي اتل معرفي کړي:

"غواړم هغه داسې معرفي کړم چې موږ ته یې د هېواد د یوه تیاره تاریخ پرمهال یوڅه روښانه کړي دي، هغه دا چې ټول جرمنیان نازیان نه وو".

د انځور حقوق BBC World Service