کویت مصر ته ۱.۵ میلیارد ډالر پور ورکوي

مصر له تېرو څو کلونو راهیسې له مخ پر زیاتېدونکي اقتصادي کړکېچ سره مخامخ دی. د انځور حقوق AFP
Image caption مصر له تېرو څو کلونو راهیسې له مخ پر زیاتېدونکي اقتصادي کړکېچ سره مخامخ دی.

کویت له مصر سره هر کال د ۳۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د پور ورکولو اعلان کړی دی. دوی وايي، په راتلونکو پنځو کلونو کې به کویت مصر ته ۱.۵ میلیارد ډالر پور ورکړي.

د عربي اقتصادي پراختیا لپاره د کویتي صندوق مشر عبد الوهاب البدر د سې شنبې په ورځ وویل، دغه صندوق به هر کال مصر ته درې سوه میلیون ډالر پور ورکړي.

کویت، سعودي عربستان او متحده عربي امارات د مصر د ډېرو ملاتړو عربي هېوادونو په کتار کې راځي.

دغو هېوادونو په مصر کې له پوځي کودتا وروسته، د مصري منتخب ولسمشر محمد مرسي له لیرې کېدو وروسته له مصر سره مالي همکاري پیل کړې ده.

په تېلو بډایه دغو درو هېوادونو له مصر سره د نژدې ۲۰ میلیارد ډالرو همکارۍ ژمنه کړې.

دا مرستې د ۲۰۱۳ له جولای میاشتې وروسته پیل شوې دي.

د مصر پوځ د ۲۰۱۳ د جولای پر درېیمه منتخب ولسمشر محمد مرسي له واکه لیرې کړ. مرسي په مصر کې لومړی منتخب ولسمشر و، چې د ۲۰۱۱ کال د جنورۍ د ۲۵ پاڅون په پایله کې واک ته ورسېد.

رویټرز خبري اژانس د البدر له قوله لیکي، په کویت کې د عربي مالي بنسټونو د ګډې کلنۍ غونډې پرمهال نوموړي ویلي، د کویت صندوق هوډ لري چې په روان ۲۰۱۵ او راتلونکي ۲۰۱۶ کال کې له مصر سره ۲۵۰ میلیون دیناره (چې نژدې ۸۳۳ میلیون ډالر کېږي) مرسته وکړي.

د انځور حقوق EPA
Image caption د کویت امیر شیخ صباح الاحمد الصباح په سرمشریزه کې اعلان وکړ، چې کویت به په مصر کې د ۴ میلیارد ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي، چې هدف یې په دې هېواد کې امنیت راتلل، اقتصادي غوړېدا او خلکو ته باوري پانګونه او کاري زمینې برابرول دي.

دی وايي "لږترلږه نیمايي یې د عربي هېوادونو ده".

کویت تېره میاشت د مصر شرم الشیخ سرمشریزه کې فعاله ونډه لرله، چې په لړ کې یې مصر د خپلو کورنیو لانجو د هواري په موخه له بهره سیاسي او اقتصادي ملاتړ ه برخمن شو.

د کویت امیر شیخ صباح الاحمد الصباح په سرمشریزه کې اعلان وکړ، چې کویت به په مصر کې د ۴ میلیارد ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي، چې هدف یې په دې هېواد کې امنیت راتلل، اقتصادي غوړېدا او خلکو ته باوري پانګونه او کاري زمینې برابرول دي.

ورته مطالب