د ایران سوېل ختیځ کې ۸ سوله ساتونکي وژل شوي

د انځور حقوق BBC World Service

د ایران سوېل ختیځ سیستان او بلوچستان کې د وسله والو له خوا په یوه وسله وال برید کې د پاکستان پولې ته څېرمه اته ایراني سوله ساتونکي وژل شوي دي.

ایراني رسنیو برید کوونکي (اشرار) ګڼلي دي.

د ایران تسنیم خبري اژانس ویلي، لومړی برید د سیستان او بلوچستان پیشین او باهو کلات ترمنځ په سرحدي پوستې شوی دی.

ظاهراً ښکاري، چې دغه بریدونه د تېرې دوشنبې په شپه شوي دي.

د سیستان او بلوچستان امنیتي مرستیال علي اصغر میرشکاري منلې ده چې "د ایران سرحدي ساتونکي د پاکستان او ایران ترمنځ د ګډې پولې له لیکې ښکته د هغو ترهګرو له برید سره مخامخ شوي، چې د پاکستان له خاورې د ایران پولې ته راوښتلي وو".

دی وايي "وسله والو ترهګرو په دې ګام سره د ایران اته سوله ساتونکي ځواکونه شهیدان کړل او بېرته برید کوونکي پاکستان ته وتښتېدل".

نوموړي د پاکستان له حکومته وغوښتل چې برید کوونکي ونیسي او ایران ته یې وسپاري.

پر همدې مهال، ځینو ایراني رسنیو د چابهار د یوه قومندان احمد علي محبتي له قوله ویلي: "په دې ترهګریز برید کې ځینې برید کوونکي هم وژل شوي او ځینې نور ټپیان شوي دي".

تر اوسه ددغه برید پړه چا نه ده منلې.

وړاندې د تېرې دوشنبې په ورځ د ایران انقلابي ګارد ویلي وو، د سیستان او بلوچستان په قصر قند او نیک شهر سیمو کې عملیات وشول، چې امنیتي ځواکونو ځینې وسلې او مهمات ونیول.

قصر قند او نیک شهر د سیستان او بلوچستان په سوېل ختیځ کې دي. قصر قند له پاکستان سره نژدې ۱۳۰ کیلومتره ګډه پوله لري.

سیستان او بلوچستان له ګاونډيو افغانستان او پاکستان سره سرحد لري چې له کلونو راهیسې هلته د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو او ایراني ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي.