اوباما: سُني عربان له کورنیو او بهرنیو ګواښونو سره مخامخ دي

اوباما د انځور حقوق
Image caption اوباما وايي، په خلیجي عربي هېوادونو کې امریکا له خپلو ملګرو سره ژمنه کويو چې د دوی د بهرنیو دښمنانو پرضد به تل د دوی ملا وتړي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي، سني عربان له کورنیو او بهرنیو ګواښونو سره مخامخ دي، خو تر ټولو لوی ګواښ یې کورنی دی، نه د ایران ډېرېدونکی نفوذ.

نوموړي دا څرګندونې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوې مرکې کې کړي دي.

د نیویارک ټایمز خبریال توماس فریډمن له ښاغلي اوباما سره دا مرکه کړې ده، چې اوباما پکې د "سني عرب ملګرو" د ملاتړ په موضوع غږېږلی:

"سني عربان له ځینو ریښتینو بهرنیو ګواښونو سره لاس او ګرېوان دي، خو ځینې کورني ګواښونه هم ورته متوجه دي، چې اصلي لامل یې د ځوانانو د بې کارۍ د کچې لوړېدل او پر ځینو ولسونو د حکومت د سیاسي تېري له کبله رامنځ ته شوي".

ولسمشر اوباما ویلي، سني عربانو ته تر ټولو لوی ګواښ د ایران له نفوذ ډېرېدو څخه نه، بلکې ددغو هېوادونو د ننه دی.

اوباما وايي، په خلیجي عربي هېوادونو کې امریکا له خپلو ملګرو سره ژمنه کوي چې د دوی د بهرنیو دښمنانو پرضد به تل د دوی ملا وتړي.

خو وايي، دغه هېوادونه باید لومړی له خپلې لمنې راپورته شوې سیاسي ګواښونه له منځه یوسي، او د سیمې په کچه د ستونزو هواري ته لاس په کار شي.

اوباما وايي، د خلیجي هېوادونو د همکارۍ شورا د شپږو واړو هېوادونو له مشرانو سره به په کمپ ډیویډ کې وګوري او د ایران د اتومي هوکړې په اړه به له دوی سره د هغوی د اندېښنو لیرې کولو پرسر وغږېږي.

دی وايي، له خپلو خلیجي ملګرو سره د دفاعي وړتیا لوړولو موضوع هم څېړي، او به ډاډ ورکړي چې امریکا پر دوی د هر بهرني برید پر وړاندې له دوی سره اوږه – په اوږه ولاړه ده.

که څه هم امریکا د ایران د اتومي پروګرام پر سر له اسرائیلو سره ډېر اختلاف لري، خو اوباما ویلي، له اسرائیلو سره خپل ملاتړ اعلانوي.

نوموړی وايي: "آن د ایران او فلسطیني قضیې په اړه زما او د اسرائیلي لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ترمنځ د اختلاف پرمهال هم، تل زما ټینګار دا دی چې موږ له اسرائیلو دفاع ته دفاع ته ژمن پاتې یو''.

ورته مطالب