له غڼې وېره د انسان په خټه کې اخښل شوې

غڼې د انځور حقوق
Image caption څېړونکو له خپلې څېړنې دا پایله رایستلې ده، چې د "تورې کونډې" په نامه له تر ټولو خطرناکې غڼې- چې ډېره کوچنۍ او ډېره تېزه ده- وېره د انسان په جوړښت او ژن کې تر مرګه ځای پرځای شوې ده.

یوې نوې څېړنې ښودلې، له غڼې وېره د انسان په جوړښت کې ریښه لري، نه دا چې د وخت په تېرېدو سړی له دې وېرې سره عادي کېږي.

څېړونکي په دې اند دي، چې له غڼې وېره د انسان په خټه کې اخښل شوې، ځکه چې انسان تل د ژوندي پاتې کېدو لېوالتیا او هیله لري.

ویل کېږي، میلیونونه کاله وړاندې، په افریقا کې انسانانو دا کشف کړې ده، چې د انسان په جوړښت کې د ژوندي پاتې کېدو غریزه موجوده ده.

د امریکا کولمبیا پوهنتون د پوهانو د څېړنې مطابق، میلیونونه کاله وروسته اوس هم انسانان په کورونو کې له بې ضرره غڼو وېرېږي.

څېړونکو له خپلې څېړنې دا پایله رایستلې ده، چې د "تورې کونډې" په نامه له تر ټولو خطرناکې غڼې- چې ډېره کوچنۍ او ډېره تېزه ده- وېره د انسان په جوړښت او خټه کې تر مرګه ځای پرځای شوې ده.

"له پېریانو وېرېدونکی پېریان ویني"

د جرمني په یوې بلې څېړنې کې ویل شوي، هغه څوک چې له غڼې، موږکانو یا نورو خزنده وو وېره لري، د دوی په لیدو خپله هغه طریقه بدلوي، چې ددوی په عمر نور خلک وېره ترې نه لري.

شاید هغه مقوله عملي بڼه ولري، چې وايي "له پېریانو وېرېدونکی پېریان ویني"، خو د جرمني مانهایم پوهنتون علمي ډلې په ېوې نوې څېړنې کې ویلي، هغه څوک چې له غڼې یا موږکانو وېره لري د هغو کسانو پرتله یې ژر ویني، چې له دوی وېره نه لري.

د انځور حقوق

په دې څېړنه کې ګډونوال جورج البرز وايي، دوی د دې څېړنې په پایله کې ثابته کړه چې د غڼې او موږک په یو ځل لیدو سره د ډارنو خلکو په ذهن کې له دوی نه د وېرې یو انځور ځای نیسي.

څېړونکو خپله څېړنه پر هغو کسانو هم تطبیق کړې، چې له غڼې او موږکانو وېره لري.