ایران: پر اتومي پروګرام د تړون "تضمین نه شته"

Image caption ښاغلي خامنه اي ویلي: دا شونې ده چې بې باوره اړخ غواړي زموږ هېواد د تړون د جزیاتو په اړخ په تیاره کې وساتي.

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي وايي له نړیوالو ځواکونو سره د دغه هېواد پر اتومي پروګرام د تړون تصمین نه شته.

تر دې مخکې د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي وو هېواد به یې تر هغو وروستی تړون لاسلیک نه کړي چې د عملي کېدو "پر لومړۍ ورځ" بندیزونه لرې شوي نه وي.

تېره اوونۍ ایران او نړیوالو ځواکونو د اتومي پروګرام د تړون پر چوکاټ هوکړه وکړه.

له هغې راهیسې ایراني او امریکايي چارواکو هڅه کړې چې په دواړو هېوادونو کې سخت دریځي د دغه تړون ملاتړ ته تشویق کړي.

د تړون له مخې ایران باید د هغه بډای یورانیمو ذخیره کمه کړي چې ښايي د اتومي وسلو په جوړولو کې ترې کار واخیستل شي.

په بدل کې به پر ایران د ملګرو ملتونو لګېدلي بندیزونه او د امریکا او اروپايي اتحادیې یو اړخیزه ګامونه لرې کړای شي، په دې شرط چې د اتومي انرژۍ نړیواله اداره دا تاید کړي چې ایران تړون عملي کړی دی.

ښاغلي خامنه اي پر خپلې وېب پاڼې کې ویلي: "دا شونې ده چې بې باوره اړخ (شپږ نړیوال ځواکونه چې پر تړون یې خبرې اترې وکړې) غواړي زموږ هېواد د تړون د جزیاتو په اړخ په تیاره کې وساتي".

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ښاغلي روحاني څرګندونې د لوېدیځو ځواکونو له نظر سره توپیر لري ځکه هغوی ویلي بندیزونه به په تدریجي ډول او د ایران د همکارۍ په شرط کمېږي.

"زه له امریکا سره د خبرو اترو په اړه هېڅکله خوشبینه نه وم. که څه هم زه خوشبینه نه وم خو له دغو خبرو سره مې موافقه وکړه او له مرکچیانو مې ملاتړ څرګند کړ".

ښاغلي خامنه اي په راتلونکې کې د یوه هر اړخیز تړون په تړاو د پنجشنبې پر ورځ د ښاغلي روحاني خبرو ته ورته څرګندونې وکړې.

ښاغلي روحاني وویل: "موږ به هېڅ تړون لاسلیک نه کړو خو هغه چې له مخې یې په سملاسي ډول ټول اقتصادي بندیزونه د تړون د عملي کېدو په لومړۍ ورځ له منځه ولاړ شي."

د ښاغلي روحاني څرګندونې د لوېدیځو ځواکونو له نظر سره توپیر لري ځکه هغوی ویلي بندیزونه به په تدریجي ډول او د ایران د همکارۍ په شرط کمېږي.

د دوشنبې پر ورځ امریکايي چارواکو دا روښانه کړه چې بندیزونه به په څو پړاوونو کې لرې کېږي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ایرنسټ خبریالانو ته وویل: "موږ هېڅکله داسې دریځ نه درلود چې د تړون لاسلیکېدو په لومړۍ ورځ به پر ایران لګېدلي ټول بندیزونه له منځه یوړل شي".

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوی په وینا د دغه تړون مهمې ټکي خپاره کړي، چې په یوه کې ویل شوي: "که ایران په خپلو ژمنو کې پاتې راغی نو دغه بندیزونه به بیا ولګول شي".

ایران کې ډېرو خلکو د لومړني تړون هرکلی وکړ خو سخت دریځو بیا رد کړ او وايي ایران د لږ څه لپاره ډېر څه له لاسه ورکړل.

په همدې ډول د امریکا په کانګریس کې هم ځینې د تړون په اړه شاکي دي، او د اسرایلو لومړي وزیر بینجامین نتنیاهو یې په اړه کلک مخالفت ښودلی دی.

ورته مطالب