سعودي ایراني عمره کوونکي لېږدوونکې الوتکې ته اجازه ور نه کړه

Image caption ایراني چارواکو ویلي، په دې الوتکه کې ۲۹۰ مسافر سپاره وو، چې ۲۶۰ یې جدې ته په ایرباس کې ولېږول شول او ۳۰ نور یې مسافر د پنجشنبې په ورځ لېږدول کېږي.

د سعودي عربستان چارواکو ویلي، هغې ایرانۍ الوتکې ته یې د سعودي خاوره کې د کښېناستو اجازه ورنه کړه، چې ۲۶۰ عمره کوونکي یې لېږدول.

سعودي عربستان پخپله خاوره کې د ۲۶۰ ایراني عمره کوونکو لېږدوونکې الوتکې ته د کښېناستو اجازه ورنه کړه.

د سعودي د ملکي الوتنې چارواکو ویلي، وړاندې له سعودي سره د ایراني الوتنې په اړه هېڅ همغږي نه وه رامنځ ته شوې.

د سعودي د هوايي چلند ادارې ویاند خالد الخیبري ویلي: "هوايي چلند دا یوه ښکاره سرغړونه بولي، که دا سرغړونه د ایران او یا کوم بل بهرني هوايي شرکت له خوا وشي، موږ د سعودي د ننه یو شان چلند ورسره کوو".

د ایران د هوايي چلند شرکتونو د اړیکو عمومي مشر د جدې هوايي ډګر کې د سعودي عربستان له لوري ایرانۍ الوتکې ته د کښېناستو اجازې نه په ورکولو نیوکه کړې ده چې وايي "د مسافرو وېزو هېڅ ډول ستونزه نه لرله، نه هم الوتکې تخنیکي مشکل درلود".

د ایران "ایسنا" خبري اژانس د شاهرخ نوش آبادي له قوله ویلي "په صال کې څه وخت وړاندې دغه ستونزه رامنځ ته وه، د سعودي عربستان هوايي چلند ادارې د نړۍ ټولو هوايي شرکتونو ته خبر ورکړ چې تر دې وروسته به هغو الوتکو ته پخپله خاوره کې د کښېناستو اجازه ورنه کړي چې عمر یې تر ۲۵ کلونو اوښتی وي".

سرچینه وايي، دا لومړی ځل نه دی چې عربستان ایراني الوتکو ته اجازه نه ورکوي، دوه اونۍ وړاندې هم عربستان دمام ښار ته د یوې ایرانۍ الوتکې د تګ مخه ونیوه.

سعودي ویلي وو، دغه الوتکه پر ایران د اروپا د بندیزونو په لست کې ده، ځکه نو موږ هم اجازه نه شو ورکولی.

پر همدې مهال، د ایران د حج او زیارت د سازمان مرستیال ناصر خردنژاد ویلي فکر نه کوي چې دغه مساله دې د جدې د هوايي ډګر له پېښې سره تړاو ولري، خو په دې اړه باید لا ډېرې څېړنې وشي.

د ایران ۷۴۷ ډوله ایران ایر الوتنه د چارشنبې په ورځ له اصفهان نه جدې ته روانه شوه، خو د سعودي جدې هوايي ډګر کې د کښېناستو اجازه ورنه کړل شوه.

ایراني چارواکو ویلي، په دې الوتکه کې ۲۹۰ مسافر سپاره وو، چې ۲۶۰ یې جدې ته په ایرباس کې ولېږول شول او ۳۰ نور یې مسافر د پنجشنبې په ورځ لېږدول کېږي.

ورته مطالب