دیپلوماتیک اختلاف سعودي ته د سویډني بیزوګانو د تګ مخه ونیوه

سعودي ته د دغو څلورو بیزوګانو د تګ هوکړه د سویډن او سعودي تر دیپلوماتیک اختلاف مخکې شوې وه د انځور حقوق Thomas Marent Visuals Unlimited
Image caption سعودي ته د دغو څلورو بیزوګانو د تګ هوکړه د سویډن او سعودي تر دیپلوماتیک اختلاف مخکې شوې وه

د سعودي عربستان چارواکو له سویډن سره د اختلاف له کبله د سویډن له یوه ژوبڼ نه سعودي عربستان ته د څلورو امازوني ډنګرو بیزوګانو د ننوتلو مخه نیولې ده.

د سویډن خبري رسنیو ویلي، په پام کې وه، د پیجمي مارموسټ په نامه دغه بیزوګان د سټاکهولم له سکانسن ژوبڼ نه د ریاض ژوبڼ ته ولېږدول شي.

د سکانسن ژوبڼ مشر یوناس والسټورم ویلي، سعودیانو هوکړه کړې ده، چې نور بیزوګانو ته اړتیا نه لري.

د سعودي حکومت په سویډن کې خپل سفیر وروسته تر هغه وروغوښت، چې سعودي د بشري حقونو پرسر له سویډن سره تر اختلاف وروسته د وسلو د راکړې ورکړې معامله ودروله.

د سویډن رادیو د والسټورم له قوله ویلي: "دا کړنه یوڅه د خندا وړ ده. موږ به تر هغو انتظار شو، چې سعودي سویډني سوداګرو ته یوځل بیا وېزې ورکړي. شاید هغه وخت بیزوګانو ته هم وېزې ورکړل شي".

سعودي عربستان د سویډن د بهرنیو چارو پر وزیرې مارګوت والسټورم د سعودي په کورنیو چارو کې د "بربنډې لاسوهنې" له کبله لفظي برید کړی و.

دغې وزیرې په خپله یوه وینا کې پر سعودي "لفظي برید" کړی و، چې د سعودیانو غوسه یې راوپارلوه.

د انځور حقوق AFP
Image caption د سکانسن ژوبڼ مشر یوناس والسټورم ویلي، سعودیانو هوکړه کړې ده، چې نور بیزوګانو ته اړتیا نه لري.

سعودي عربستان قاهره کې د عربي ټولنې د غونډې پرمهال دغه سویډنۍ وزیره له خپلې وینا منع کړه.

د سویډن وزیرې والسټورم پخپله وینا کې "د راغونډېدو د آزادۍ، د عقیدې او د وینا د آزادۍ" غوښتنه کړې وه، او له عربي هېوادونو یې غوښتي وو چې "د ښځو حقونو ته پام وکړي او په ټولنه کې ښځو ته د استازیتوب حق ورکړي".