امریکا: ایران دې د حوثیانو له ملاتړه لاس واخلي

د انځور حقوق AP
Image caption د ایران سمندري ځواک د سې شنبې په ورځ دوه جنګي بېړۍ د یمن عدن سمندرغاړې ته واستولې، چې په وینا یې هدف یې له لوټمارو او غلو نه د خپلو سوداګریزو بېړیو ساتنه ده.

په داسې حال کې چې ایران د یمن اوبو ته دوه پوځي بېړۍ استولې دي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري ایران ته خبرداری ورکړی، چې یمن کې د حوثي یاغیانو له ملاتړه لاس واخلي.

نوموړي په یوه تلویزیوني مرکه کې ویلي، واشنګټن به د منځني ختيځ د هغو هېوادونو ملاتړ وکړي چې له ایرانه خار خوري.

دغه امریکايي وزیر ویلي، هېواد یې پوهېږي، چې ایران په یمن کې د حوثي اورپکو ملاتړ کوي.

کېري وايي "که څه هم موږ مخامخ لاسوهنه نه کوو، خو له هغو هېوادونو او ملګرو سره به له ملاتړه لاس وانخلو چې په سیمه کې د ایران د اندېښمنوونکو ګامونو اخیستو له کبله خار خوري".

د ایران جنګي بېړۍ

د ایران سمندري ځواک د سې شنبې په ورځ دوه جنګي بېړۍ د یمن عدن سمندرغاړې ته واستولې، چې په وینا یې هدف یې له لوټمارو او غلو نه د خپلو سوداګریزو بېړیو ساتنه ده.

د ایران (پرېس ټي وي) تلویزیون د ایراني امیر البحر حبیب الله سیاري له قوله ویلي، د "البرز او بوشهر په نومونو دوې جنګي بېړۍ له بندر عباس نه د یمن عدن بندر ته استولې دي، چې هلته د ایران سوداګریزې بېړۍ د لوټمارو له بریده وژغوري".

امیر البحر سیاري وايي، دغه ایرانۍ بېړۍ به په عدن بندر او سره سمندر کې ګزمې کوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption کېري وايي، هېواد یې پوهېږي چې ایران په یمن کې د حوثي یاغیانو ښکاره ملاتړ کوي

د سعودي عربستان په مشرۍ د حوثي یاغیانو پرضد د ایتلاف چورلکې له تېرو دوو اونیو راهیسې د یمن پر سمندري او هوايي حریم چورلېږي او د حوثیانو پر مرکزونو بریدونه کوي.

ایران دغه بریدونه غندلي او د خبرو له لارې یې یوې هوکړې ته د رسېدو غوښتنه کړې ده.

تهران د سعودي عربستان دا تور نه مني چې ګني د حوثیانو لوژستیکي او مادي مرستې کوي، او غواړي چې د حوثیانو په مټ یمن لاندې کړي.

پر همدې مهال، په عدن کې له تېرو څو ورځو راهیسې د حوثیانو او د ولسمشر عبد ربه منصور هادي پلوو جنګیالیو ترمنځ جګړه روانه ده.

د انځور حقوق EPA
Image caption عدن ته د د طبي مرستو لومړۍ جوپه رسېدلې ده چ د نړیوالې ټولنې په وینا هلته انساني ناورین روان دی.

د ایتلاف جنګي الوتکو پلازمېنه صنعاء او شاوخوا سیمو کې د حوثیانو او د هغوی پلوو ځواکونو او د مخکیني ولسمشر علي عبدالله صالح د ملاتړو ځواکونو مرکزونه او د وسلو زېرمې په نښه کړې دي.

عدن ته د د طبي مرستو لومړۍ جوپه رسېدلې ده چ د نړیوالې ټولنې په وینا هلته انساني ناورین روان دی.

ورته مطالب