د پاکستان پارلمان د يمن په مسله کې د بې پرېوالي پرېکړه کړې

د انځور حقوق b
Image caption پاکستان باید په دغو حساسسو شیبو کې د خپلې پریکړې درنه بیه پرې کړي

د عربو متحده اماراتو د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر انور محمد قرقاش د پاکستان لخوا د یمن په مسله کې د دغه هیواد د بې پرې ساتلو پریکړې په تړاو پاکستان ته خبرداری ور کړ چې د دغې مهمې او حساسې مسلې پر وړاندې د مخالفو رایو کارولو لوی قیمت به پرې کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې تسنیم اسلم بي بي سي سره په خبرو کې وویل، چې د اماراتو د بهرنیو چارو د وزیر پر خبرو نظر نه شي ورکولی، د هغې په وینا په دې اړه هیڅ معلومات نه لري.

د پاکستان پارلمان له څو ورځو بحث وروسته پرېکړه کړې چې په یمن کې به د سعودي په مشرۍ د ایتلاف په ملاتړ چې له حوثي یاغیانو سره جنګېږي، پوځي مداخله نه کوي.

د پارلمان وکیلانو په لوی اکثریت د هغې پرېکړه په ملاتړ رایه ورکړه چې "پاکستان باید د یمن په مسله کې بې طرفه پاتې شي".

سعودي له خپل متحد پاکستان نه غوښتنه کړې وه چې د حوثیانو پر ضد په روان پوځي کمپاین کې ورسره د بېړیو، الوتکو او ځواکونو مرسته وکړي.

تېره شپه د ایتلاف جنګي الوتکو پر سوېلي یمن سخت ګوزارونه وکړل.

د سعودي په مشرۍ ایتلاف وايي جنګي الوتکو یې یوازې پوځي کمپونه، هوايي اډې، د وسلو زېرمې او د یاغیانو مرکزونه په نښه کړي خو ډېر ځلې ولسي سیمې هم په نښه شوې دي.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې د مارچ له ۱۹مې راهیسې څه دپاسه ۵۶۰ کسان وژل شوي دي.

د پاکستان پارلمان د مداخلې په اړه د دوشنبې پر ورځ بحث پیل کړ او ډېرو وکیلانو یمن ته د پوځیانو د لېږلو پر ضد څرګندونې وکړې.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption سعودي له خپل متحد پاکستان نه غوښتنه کړې وه چې د حوثیانو پر ضد په روان پوځي کمپاین کې ورسره د بېړیو، الوتکو او ځواکونو مرسته وکړي.

د جمعې ورځې په پرېکړه کې ویل شوي پاکستان باید د یوه منځګړي رول ولوبوي او د پاکستان د دې ژمنې ملاتړ یې وکړ چې غواړي د سعودي خاوره، چې په جګړه کې لا نه ده ګواښل شوې، خوندي وساتي.

سعودي او یمن ګډه پوله لري او داسې وېرې شته چې بې ثباتي ښايي د سعودي خاروې ته هم وغځېږي.

په پرېکړه کې ویل شوي: "د پاکستان پارلمان په یمن کې د خرابېدونکي امنیت او بشري حالت او په سیمه کې یې پر سولې او ثبات اغېز په اړه جدي اندېښنه څرګندوي".

باور دی شیعه حوثي یاغیان د ایران متحدين دي، هغه هېواد چې په منځني ختیځ کې د واک لاسته راوړلو لپاره د سعودي سیال ګڼل کېږي.

تر دې مخکې روانه اوونۍ د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پاکستان ته سفر وکړ او له دغه هېواده یې غوښتنه وکړه چې د سعودي د مرستې غږ ته منفي ځواب ورکړي.

په ورته وخت کې دوه الوتکې چې روغتیايي مرستې یې لېږدولې په تېرو څو ورځو کې له ګڼو ناکامو هڅو وروسته د جمعې پر ورځ پلازمېنې صنعا ته ورسېدې.

د سره صلیب نړیواله ټولنه او د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) ویلي هغه الوتکې چې څه دپاسه ۳۰ ټنه روغتیايي مواد لکه درمل او د عملیات وسایل یې لېږدول صنعا ته رسېدلي دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د پاکستان پارلمان د مداخلې په اړه د دوشنبې پر ورځ بحث پیل کړ او ډېرو وکیلانو یمن ته د پوځیانو د لېږلو پر ضد څرګندونې وکړې.

سعودي وروسته له هغه هوايي بریدونه پیل کړل چې حوثي یاغیانو د یمن پلازمېنه تر ولکې لاندې راوسته او ولسمشر منصور هادي یې اړ کړ لومړی عدن او بیا ریاض ته تېښته وکړي.

ورته مطالب