بنګله دېش کې د جماعت اسلامي يو مشر اعدام شو

د انځور حقوق bbc
Image caption په ۱۹۷۱ کال کې له پاکستان د بېلدو جنګ په دوران کې د وژل شوي کسانو کره شمېر معلوم نه دی خو د بنګله دېش حکومت وايي نژدې دری ميليونه وګړی په دې جنګ کې وژل شوی.

بنګله دېش کې د ۱۹۷۱ کال د جنګي جرمونو په تړاو د جماعت اسلامي يو مشر محمد قمرالزمان اعدام شو.

په ۲۰۱۳ کال کې يوې ځانګړې محکمې ده ته د مرګ سزا اورولې وه.

۶۲ کلن قمرالزمان د ۱۲۰ کروندګرو د وژلو تور و چې له امله يې په اعدام محکوم شوی و. تېره اوونۍ د بنګله دېش ولسمشر له خوا د ترحم او زړه سوي غوښتنه هم رد شوې وه.

بنګله دېش کې قمرالزمان د جماعت اسلامي ډلې درېيم جګپوړی کس و او د جنګي جرمونو په تړاو دا دويم کس و چې اعدام شو.

په ۲۰۱۳ کال کې د جماعت اسلامي مرستيال او د اسلامي اخبار چلوونکي عبدالقدير ملا ته د اعدام سزا ورکړل شوې وه. په ده تور و چې د بشريت پر ضد او جنګي جرمونو په شپږ پېښو کې ښکېل دی.

همدارنګه د جماعت اسلامي پخواني مشر غلام اعظم په جيل کې مړ شوی و.

د قمرالزمان د مېرمنې او اولادونو په ګډون يې د کورنۍ ۲۱ تنو په بند ځای کې له ده سره په اخري ځل وکتل.

له ۲۰۱۰ کال راهيسې په بنګله دېش کې دوه محکمې دا پېښې څېړي او دا محکمې د لومړي وزير اعظم شېخ حسينه واجد په امر د جنګي جرمونو د څېړلو لپاره جوړې شوې دي.

په نژدې تېرو پنځو کلونو کې دغو محکمو ۱۳ کسان پړه ګڼلي چې زياتره يې د مخالفې ډلې جماعت اسلامي سره تړاو لري.

جماعت اسلامي وايي دا ټولې قضيې په سياسي بنسټونه جوړې شوي دي.

ځينې خلک د دې ډول محکمو جوړېدو تر شا سياسي لاس ګورې او وايي حکومت غواړي خپل مخالفين له منځه يوسي.

بله خوا د واک پر سر ګوند (عوامي ليک) وايي د هېواد ماضي هېرولو لپاره د جنګي جرمونو پلټل ضروري دي.

په ۱۹۷۱ کال کې له پاکستان د بېلدو جنګ په دوران کې د وژل شوي کسانو کره شمېر معلوم نه دی خو د بنګله دېش حکومت وايي نژدې دری ميليونه وګړی په دې جنګ کې وژل شوی.

د بنګله دېش پاکستان جنګ په پای کې د پاکستان پوځ له ۹۰۰۰۰ زيات پوځيانو ځانونه هند ته تسليم کړل.

په ۱۹۷۱ کال د ډسمبر پر ۱۶ بنګله دېش له پاکستان بېل او د ازاد ملک په توګه وپېژندل شو.

ويل کېږي پاکستان کې د جماعت اسلامي ډلې کسانو ته ورکړل شوې سزا په تړاو لاريونونه شوي دي.