اوباما: لاتینې امریکا کې د لاسوهنې وخت پای ته رسېدلی

د انځور حقوق AFP
Image caption په دا وروستیو ۵ لسیزو کې دا لومړی ځل دی، چې د امریکا ولشمسر بارک اوباما او د کیوبا مشر پروګرام شوې لیدنه ترسره کوي

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د لاتینې امریکا له مشرانو سره په غونډه کې وویل، هغه ورځې چې هېواد یې د دوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوله، پای ته رسېدلې دی.

ښاغلي اوباما دغه خبرې په پاناما کې د امریکا د لویې وچې د مشرانو د ناستې له پیله لږ څه مخکې وکړې.

ښاغلی اوباما به په دغه ناسته کې د کیوبا له مشر راول کاسټرو سره په رسمي ډول کتنه وکړي.

د امریکا ولسمشر په پاناما کې د مدني ټولنې د مشرانو په غونډه کې وویل:''هغه ورځې چې متحده ایالاتو کولی شو د نړۍ په دغه څنډه کې د خونديتابه په تړاو د هېوادنو په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي پای ته رسېدلې''.

د امریکايي هېواد,نو په مخکینیو ناستو کې چې د شمالي، مرکزي او جنوبي امریکا مشران په کې را غونډېدل د امریکا متحده ایالت په دغو ناستو کې د کیوبا له ګډون سره د مخالفت او پر کیوبا د بندیزونو له کبله به له نیوکو سره مخامخ و.

دا ځل به د امریکا د لویې وچې د مشرانو په اوومه ناسته کې د لومړي ځل لپاره د کیوبا مشر په دغه سیمه ییزه ناسته کې ګډون وکړي او د بارک اوباما او راول کاسټرو مخامخ کېدل به د ډېرو پام ځان ته واړوي.

په دا وروستیو ۵ لسیزو کې دا لومړی ځل دی، چې د امریکا ولشمسر بارک اوباما او د کیوبا مشر پروګرام شوې لیدنه ترسره کوي.

ښاغلي اوباما دا هیله څرګنده کړې، چې د دواړو هېوادونو د اړیکو ښه کېدل د کیوبا د وګړو د ژوند د لا ښه کېدو لامل کېدای شي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption په دغه لست کې د کیوبا نوم د دغو دوو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو مخې ته خنډ ګڼل کېږي

د کیوبا په اړه د ښاغلي اوباما دغه څرګندونې وروسته له هغه په ډاګه کېږي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سپینې ماڼۍ ته په ډاګه کړې وه، چې کیوبا دې په سخت دریځۍ کې ښکېلو هېوادونو له لړلیک څخه بهر کړي.

په دغه لست کې د کیوبا نوم د دغو دوو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو مخې ته خنډ ګڼل کېږي.

ښاغلي اوباما د پنجشنبې په ورځ وویل، د بهرنیو چارو د وزارت له څرګندونو وروسته د خپلو سلاکارانو سلا مشورو ته تم دی او له همدې کبله ډیری شنونکي په دې باور دي چې کېدای شي په سخت دریځۍ کې ښکېلو هېوادونو له لړ لیک څخه د کیو با د ایستلو اعلان په پاناما کې وکړي.

ورته مطالب