تربت کې د کارکوونکو پر کمپ برید کې ۲۰ تنه وژل شوي

د انځور حقوق AFP

د پاکستان بلوچستان ایالت کیچ سیمه کې نامعلومه وسله والو د ډزو په ترڅ کې ۲۰ کارکوونکي وژلي او ۳ نور ټپیان دي.

سیمه ییز چارواکي ممتاز علي بي بي سی ته وویل، دغو کارګرانو تربت ښار ته نژدې ګوګ دان سیمه کې د سهراب پله په ودانولو کې کار کاوه.

نوموړي وویل، د شپې ۲ بجې نامعلومو وسله والو دغه سیمه کې د مزدورانو پر یوه کمپ برید وکړ او ۲۰ کسان یې ووژل چې ۳ نور یې ټپیان دي.

چارواکي وايي، وژل شوي او ټپیان د سند او پنجاب سیمو اوسېدونکي دي، چې د عدلي څېړنو لپاره یې روغتون ته لېګدولي.

د پاکستان دولتي تلویزن د مکران پولیسو له قوله ويلي، چې ۱۶ کارکوونکي د پنجاب ایالت د صادق اباد سیمې اوسېدونکي دي او ۴ نور یې د سند ایالت د حیدر اباد د سیمې دي.

د پاکستان لومړي وزیر دغه پېښه غندیلې او د څېړنو حکم یې صادر کړی.

تربت د پلوجستان له هغو سیمو څخه ده چې تاوتریخوالی په کې ډیر وي او د ودانیو د رغونې برخې په کار کوونکو مخکې هم بریدونه شوي وو.

ورته مطالب