د مصر سينا چاودنو کې ۱۲ کسان وژل شوي

د انځور حقوق AP
Image caption له څو مياشتو راهيسې په سيمه کې چاودنې او بريدونه زيات شوي او ويل کېږي د وسله والو ډلو له منځه وړلو لپاره سيمې ته پوځيان تللي

د مصر امنيتي ځواکونو په وينا سينا ټاپو کې په دوو بېلابېلو چاودنو کې ۱۲ کسان وژل شوي دي.

لومړۍ چاودنه د ال عريش سيمه کې د پوليسو ماموريت ته نژدې شوې چې پنځه کسان په کې مړه او ۳۰ نور ټپيان شوي دي.

يو بل بريد د شيخ زويد سيمه کې د پوځ پر يوه زغره وال موټر ترسره شوي چې اووه پوځيان په کې وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس په وينا پر ټولنيزو رسنيو د سينا ولايت وسله والې ډلې د چاودنې پړه پر غاړه اخيستې ده.

د دې ډلې پر ټوېټر پاڼه ليکل شوي "يو زغره وال موټر چې د پوځ مرتدان يې لېږدول له منځه تللی او ټول شته کسان په کې ټپيان او وژل شوي"

د عريش سيمې اوسېدونکي وايي يو موټر د پوليسو ځای ته نژدې وچاوده چې يو ولسي وګړی، دری عسکر او د پوليسو يو افسر په کې ووژل شول.

د انځور حقوق bbc
Image caption د فرانسې خبري اژانس په وينا پر ټولنيزو رسنيو د سينا ولايت وسله والې ډلې د چاودنې پړه پر غاړه اخيستې ده.

د چاودنې له کبله د پوليسو ماموريت درۍ پوړيزه ودانۍ ویجاړه شوې او امنيتي ځواکونه د نورو مرګ ژوبلو په لټه کې دي.

د سينا ولايت ګروپ له اسلامي دولت ډلې سره بيعت اعلان کړی او ويل کېږي په سيمه کې د دې ډول بريدونو تر شا لاس لري.

دا ډله وايي د پوليسو له خوا د مصر پخواني ولسمشر محمد مرسي پر پلويانو د بريد غچ اخلي.

ويل کېږي د وسله والو ډلو له منځه وړلو لپاره حکومت سيمې ته پوځيان استولي دي.