ليبيا کې د جنوبي کوريا پر سفارتخانې بريد شوی

د انځور حقوق bbc
Image caption ويل کېږي له څو مياشتو راهيسې دا سفارتخانه تړل شوې ده

د رسمي امنيتي سرچينو په وينا د ليبيا پلازمېنه طرابلس کې د جنوبې کوريا پر سفارتخانې بريد کې دوه کسان وژل شوي او يو بل زخمي شوی دي.

په موټر کې سپورو وسله والو سفارتخانې ته نژدې د پوليسو له څوکۍ د تېرېدو په وخت کې يو ساتونکی او يو عام وګړی په ډزو وژلي.

د ليبيا د بهرنيو چارو وزارت په وينا، پېښه کې د سفارتخانې کوم کارکوونکي ته زيان نه دی رسېدلی.

د اسلامي دولت ډلې د بريد پړه پر غاړه اخيستې.

د امريکا خبري رسنۍ (اې پي) د جنوبي کوريا سفارتخانې د يوه کارکوونکي له خولې وايي دا بريد د يکشنبې پر شپه ترسره شوی.

په ودانۍ کې دری کوريايانو ته چې دوه يې دپلوماتانو وو کوم زيان نه دی رسېدلی.

له څو مياشتو راهيسې دا سفارتخانه تړل شوې ده خو رسمي کارکوونکی تراوسه کار ترې اخلې.

په ۲۰۱۱ کال کې د ناټو په مرسته د معمر قذافي له واکه لېرې کېدو وروسته ليبيا کې امنيتي حالات خراب شوي دي

اسلامي دولت ډله د ليبيا په ځينو برخه کې شته او ويل کېږي پر بهرنيانو او د تېلو پر ځايونو د بريدونو تر شا لاس لري.