هند له فرانسې ۳۶ جنګي الوتکې پېرلې دي

د انځور حقوق AP
Image caption وړمه ورځ هم مودي له فرانسې سره یو تړون وکړ، چې پربنسټ به یې فرانسه هند ته ۳۶ رافال جنګي الوتکې ورکوي.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي فرانسې ته د سفر پرمهال له ځینو شرکتونو سره تړونونه لاسلیک کړل، چې تر ټولو لوی یې له فرانسوي ولسمشر فرانسوا اولاند سره د رافایل ډوله ۳۶ جنګي الوتکو د قرارداد لاسلیکول وو.

مودي پاریس کې له فرانسوي ولسمشر فرانسوا اولاند سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل، له تېرو څو کلونو راهیسې له فرانسې سره د ۱۲۶ جیټ الوتکو رانیولو پر سر د هند خبرې روانې وې، چې ددغو الوتکو رانیول ټول ټال شاوخوا ۱۲ میلیارد ډالر لګښت لري.

د فرانسې تولوز ښار ته د هندي لومړي وزیر نریندرا مودي د سفر پرمهال ایرباس شرکت ویلي، هند کې د خپلو چورلکو، مصنوعي سپوږمکیو او د پوځي لېږد الوتکو راغونډولو ته چمتو دی.

د هند لومړی وزیر نریندرا مودي د تېرې شنبې په ورځ فرانسې ته تللی و.

د اروپا د ټکنالوژۍ، الوتکو او فضا په برخه کې کارکونکي ایرباس شرکت یوه مشر ټام اندریس ویلي "موږ په هند کې د تولید برخه کې پر خپلو ژمنو ولاړ یو، چې هدف مو د هندي او نړیوالو بازارونو د تقاضاوو پوره کېدل دي".

دغه شرکت په هند کې د خپلو تولیداتو د پراختیا په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي، خو وايي په هند کې د څېړنو مرکز یې ډېر کار کوي.

مودي فرانسې ته د خپل سفر په اوږدو کې له یوشمېر شرکتونو سره هوکړې وکړې.

د هند لومړي وزیر له فرانسوي شرکتونو سره د انرژۍ، لېږد او فضايي اکتشاف په برخه کې ځینې قراردادونه هم لاسلیک کړل.

وړمه ورځ هم مودي له فرانسې سره یو تړون وکړ، چې پربنسټ به یې فرانسه هند ته ۳۶ رافال جنګي الوتکې ورکوي.

د انځور حقوق BBC World Service
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption مودي جرمني او کاناډا ته هم سفر کوي.

ښاغلي مودي فرانسه کې د لومړۍ نړیوالې جګړې په یاد جوړ شوي څلي ته هم ورغی، او د هغو هندیانو روح ته یې دعا وکړه، چې د فرانسې ترڅنګ د جګړې پرمهال وژل شوي وو.

مودي له فرانسې نه جرمني ته روان دی، او هلته به هم له جرمني سره د ځینو سوداګریزو راکړو ورکړو تړونونه لاسلیک کړي.

د هند لومړی وزیر کاناډا ته هم روان دی. له تېرو څه باندې څلورو لسیزو راهیسې د هند لومړی وزیر کاناډا ته نه دی تللی.

د انځور حقوق BBC World Service