عربستان ته د ایران د ځمکنیو ځواکونو د قومندان خبرداری

د انځور حقوق MEHR
Image caption د ایران د ځمکنیو ځواکونو مشر: د عربستان پوځ دې له تېري لاس واخلي

د ایران د ځمکنیو ځواکونو قومندان، ډګروال احمد رضا پوردستان په یمن کې د برید په باب خبرداری ورکړی او اټکل کوي چې عربستان به "په دې تېري کې ماتې وخوري".

د "ایسنا" د راپور له مخې، پوردستان د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "تر اوسه د عربستان د پوځ په لوري مرمۍ نه ده ویشتل شوې، خو موږ د عربستان د اجرتي پوځ د ماتې شاهدان یو".

د ایراني پارلمان یوه وکیل هم پارلمان کې د ایراني عمره کوونکو الوتکې ته سعودي کې د کښېناستو د اجازې نه ورکولو موضوع ته اشاره وکړه.

غلام رضا کاتب ویلي: "د عربستان پوزه دې په خاورو وموښل شي". هغه دا هم وویل چې د ایران پارلمان "به د بې تفاوته خلکو پر وړاندې آرام نه کښېني".

د سعودي عربستان په مشرۍ د عربي هېوادونو ایتلاف په یمن کې د شیعه حوثي یاغیانو پرضد عملیات پیل کړي، چې ایران پرې سختې نیوکې کړې دي، همدا ده چې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې ډېره ترینګلتیا راغلې ده.

د ایران مذهبي مشر آیت الله خامنه اي پر یمن د عربستان بریدونه په غزه کې د اسرائیلو له بریدونو سره ورته بللي او دا یې "جنایت او نسل وژنه" ګڼلې ده.

پر همدې مهال، د سعودي عربستان دفاع وزارت ویلي، د هېواد سوېلي نجران سیمه کې د ځمکنیو ځواکونو پر یوه مرکز د شیعه حوثي یاغیانو له خوا د هاوان توغول شوې مرمۍ لګېدلې، چې لږترلږه درې افسران یې وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

تېره اونۍ د ایران د بهرنیو چارو وزرات یوې سرچینې منلې وه، چې د سعودي جدې هوايي ډګر مامورینو د جسمي تلاشۍ پر مهال پر هغو دوو ایراني زلمیانو "جنسي تېری" کړی، چې عمرې ته روان وو.

ددغه خبر په خپرېدو سره په ټولنیزو رسنیو کې او د ایراني چارواکو ترمنځ پراخ غبرګونونه راپورته شول.

تېره ورځ (شنبې) تهران کې د سعودي عربستان سفارت مخې ته د عربستان پرضد له توندو شعارونو سره لاریون کوونکي راغونډ شوي وو.

د انځور حقوق ROUHANI.IR
Image caption د ایران ولسمشر حسن روحاني د هېواد فرهنګ او د اسلامي لارښوونو وزیر ته په یوه لیک کې امر کړی چې "د زیارت کوونکو امنیت خوندي او مجرمینو ته سزا" ورکړي.

له مشهد نه هم رپوټونه وايي، چې د عربستان کونسلګرۍ مخې ته خلکو اعتراض کړی دی.

تېره ورځ، د ایران ولسمشر حسن روحاني د هېواد فرهنګ او د اسلامي لارښوونو وزیر ته په یوه لیک کې امر کړی چې "د زیارت کوونکو امنیت خوندي او مجرمینو ته سزا" ورکړي.

ښاغلي روحاني په لیک کې دا هم لیکلي وو، که چېرې عمرې ته د سفر پرمهال د ایراني زیارت کوونکو امنیت او درناوی خوندي نه وي، شاید دا ډول سفرونه "حرام وګرځول" شي.

ورته مطالب