امریکايۍ په یوه وخت اته مېړونه کړي

د انځور حقوق Reuters
Image caption په برونکس کې څارنوالۍ ویلي، د پارینتوس مېړونه د مصر، ترکیې جورجیا او ځینو نورو هېوادونو دي، خو اتم مېړه یې د رشید راجبوت په نامه یو پاکستانی دی، چې په ۲۰۰۶ کال خپل هېواد ته شړل شوی و.

د امریکا په نیویارک ښار کې څارنوالۍ یوه مېرمن په یوه وخت له اتو کسانو سره د واده په کولو تورنه کړې ده، چې ظاهراً له هغې سره ددغو اتو واړو کسانو د واده کولو هدف د امریکايي تابعیت ترلاسه کول وو.

څارنوالان وايي، ۳۹ کلنې لیانا پارینتوس د هغو هېوادونو له اتو کسانو سره په یو وخت واده کړی، چې د امریکا د کورنیو چارو وزارت ورته د شک په سترګه ګوري.

په برونکس کې څارنوالۍ ویلي، د پارینتوس مېړونه د مصر، ترکیې جورجیا او ځینو نورو هېوادونو دي، خو اتم مېړه یې د رشید راجبوت په نامه یو پاکستانی دی، چې په ۲۰۰۶ کال خپل هېواد ته شړل شوی و.

پر ښاغلي راجبوت امریکا ته د ګواښ کولو تور دی.

پارینتوس د تېرې جمعې په ورځ د محکمې پروړاندې ځان سپیناوه، خو څارنوالۍ ویلي، څېړنې یې ښيي، چې نوموړې لاهم په یوه وخت د اتو سړو ورتینه ده.

د اقامت مقابل کې پیسې

په برونکس کې د څارنوالۍ مرستیالې جیسیکا لوبو ویلي، کله چې څېړونکو له پارینتوس وپوښتل، چې ولې یې د جورجیا له فاختانج زنیلادزه سره واده کړی، حال دا چې هغه د امریکايي تابعیت ترلاسه کولو هڅه کوله، هغې وویل، ددې کار مقابل کې یې پیسې ترلاسه کړې دي.

سرچینه وايي، د واده له ابتدايي مراسمو وروسته سم لاسي، د هغې اوو مېړونو په امریکا کې د دایمي اوسېدو غوښتنلیکونه وړاندې کړي.

لوبو زیاتوي، ځینو مېړونو یې وروسته تر هغه پارینتوس طلاقه کړه، چې د اقامت غوښتنلیکونه یې رد شول.

چارواکو پارینتوس په تېر نومبر کې وروسته تر هغه ونیوه، چې په ۲۰۱۰ کال یې نیویارک کې د مالي له یوه سړي سره د واده کولو د اجازه لیک په اړه شکونه پيدا شول.

څېړونکو ومونده چې نوموړې د نیویارک په نورو سیمو کې هم له ځینو کسانو سره په یو مهال واده کړی.